لویه جرګه د تاریخ، حقوقو، قانون او ټولنپوهنې په رڼا کې

د جرګې تاریخي څېره

بشر د «ملي ارادې» او «ملي تصمیم» د واکمن کېدو له پاره اوږده مبارزه او جهاد کړی او د ځانونو په قربانیو او د سرونو په پوړیو دې هدف ته رسیدلی، ملي ارادې ته یې تمرکز ورکړی او د «ملي ګټو» د ساتلو موقع یې برابره کړې ده.

د مطلقه، فردي او استبدادي حکومتونو پر ځای د مشروطه، جمهوري او انتخابي حکومتونو غوښتنه دې هدف ته د رسېدو لپاره مهم ګامونه دي او په هېوادونو کې د اولسواکو حکومتونو او آزادو انتخابي پارلمانونو جوړېدل او منځ ته راتګ د همداسې  درنو، اوږدو پرله پسې او له قربانیو ډکومبارزو محصول دي.

د یونان نامتو فیلسوف افلاطون په خپل «قانون» نومي کتاب کې د سیاسي اډانې او حکومت څو سره بېل ډولونه تر څېړنې لاندې ونیول او په عمومي توګه یې د یوه تن، څو تنو او ډېرو تنو د حکومت ډولونه یاد کړل.(۱)

د ده خلف ارسطو دې څېړنو ته پراختیا وروبخښله او د داسې یوه ایډیال حکومت یادونه یې وکړه، چې د خپلې ساحې د اوسېدونکو نیکمرغي یې لوی هدف وي او د ده د حکومت په ډولونو کې یو ښه حکومت موجود و او یو بد، چې بیا هر یو یې کېدای شوای د یوه تن، څو تنو یا ډېرو تنو په لاس کې وي.(۲)

په شپاړسمه او ولسمه مېلادي پېړۍ کې دود دا و، چې حکومتونه پر دوو: سلطنتي او جمهوري ډلو وویشي خو د شلمې پېړۍ نیمایې بله طرح را منځ ته کړه، چې حکومتونه یې په اولسواک( دموکراتیک)، زورواک (استبدادي) او تلواک (انحصاري) ووېشل (۳)

پارلمان د ملي ارادې او ملي تصمیم د واکمن کولو یوه بله لاره وه، د نړۍ لومړی پارلمان په ۹۲۵ مېلادي کال کې د ایسلند په واړه هېواد کې، چې د اروپا په شمال کې پروت دی، جوړ شو او تر دې وروسته ډېر لرغونی پارلمان د انګلستان پارلمان دی، چې په ۱۲۶۵ مېلادي کال کې جوړ شو، د نړۍ په هېوادونو کې دوه ډوله پارلماني حکومتونه موجود دي. ځینې هېوادونو یوه جرګه یا پارلمان لري، خو په ډېرو هېوادونو کې دوې جرګې یا انتخابي ټولنې موجودې دي، چې یوه ته یې د نماینده ګانو جرګه یا اولسي جرګه او بلې ډلې ته یې سنا یا د مشرانو جرګه وایې.

په انګلستان کې دوهم مجلس انتخابي نه وي او د (لارډانومجلس) ورته وایې، چې یوه مشورتي جرګه ده اوزیات واک د نماینده ګانو له جرګې سره دی، خو په امریکا کې سنا د ملي تصمیم نېولو لوړ مقام دی ځکه، چې دې مجلس ته له هرایالت نه دوه، دوه تنه انتخابي استازي رالېږل کېږي، خو د نماینده ګانو جرګه یې، چې د هر ایالت د استوګنو  د شمېر له مخې ټاکله کېږي یوازې په مالي چارو کې ډېر واک لري.(۴)

په ۱۷۸۹ مېلادي کال کې د فرانسې لوی انقلاب د ملي ارادې د واکمنۍ له پاره لاره هواره کړه او د اوښتون مشرانو د فرانسې د ملت ټول  افراد مجهز کړل، اشرافي واکمنۍ ته یې خاتمه ورکړه او د منځنۍ طبقې واک یې ټینګ کړ.(۵)

په دې لنډو یادونو کې وینو، چې په نړۍ کې د ملي ارادې د ادارې له پاره ډېرې ستونزې وګاللې شوې څو دې مرحلې ته رارسېدلي او ملتونو حق موندلی، چې په خپل برخلیک  کې جوړوونکې برخه واخلي.

زموږ ګران هېواد افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د جرګې په نامه یوه موسسه درلودلې، چې د ملي ارادې ښودلو دنده یې ترسره کړې او زموږ له پاره یې د ملي سیاست تاریخ جوړ کړی دی.

موږ په دې رساله کې دهمدې ملي، اجتماعي موسسې، تاریخي څېره، ټولنیز ارزښت، قانوني پایه او رواني اغېزه څېړو او د افغاني ټولنې په سیاسي بهیر کې یې پر رول او ونډو خبرې کوو.

هو! همدا د جرګې تاریخي موسسه وه، چې افغانستان یې په بحراني حالاتو کې د نجات ساحل ته را ایستلی او په افغانستان کې یې د ډیموکراسۍ او د خلکو د (ملي سلا) د پلې کولو لاره برابره کړې ده او اوس هم ضرورت دی، چې یو ځل بیا دا موسسه په خپل ټاکلي ملي اصالت او رسالت را ژوندۍ او عملي شي او له دې سره تاسو د دې کوچنۍ رسالې لوستنې ته رابولم!

د جرګې پېژندګلوي

دجرګې تعریف:

جرګه د پښتو لرغونی لغت دی، چې د (ج) په زور کې او د (ر) په سکون ویله کېږي. ځینې پښتانه یې په سپکه (ی) او سپک (واو) جېرګه او جورګه هم وایي: معنی د یوه هدف، سلا او مشورې لپاره د څو کسانو یا ګڼو کسانو راغونډېدل، ناسته او یوځای کېدل دي.(۶)

په دري کې جرګ او جرګه د (ج) په زور او د (ر) په سکون په لغت کې د غېږ باسو (کشتي ګیرانو) کارګاه او تعلیمګاه ته وایي، چې د اتلانو کړۍ ترې را چاپېره وي، همدا راز د خلکو یا څاروو عمومي حلقې ته هم وایي، یو ډول ښکار ته، چې خلک کړۍ ترې را ګرځوي هم وایي او عامه معنی یې د ګڼو خلکو را غونډېدل او یوځای کېدل دي.(۷)

په ترکي کې هم دا کلیمه په همدې تلفظ او معنی ده (۸) او اردو ته هم له همدې معنی سره تللې ده.(۹)

د جرګې اصطلاحي معنی تر دې هم پراخه ده او د افغانانو هغې تاریخي عنعنوي موسسې او غونډې ته وایي، چې د اوږدو زمانو په بهیر کې یې زموږ د اولس ټولې ټولنیزې قومي او ملي، سیاسي، اجتماعي، اقتصادي، کلتوري او حتی مذهبي شخړې، ستونزې، ناندرۍ، تاوتریخوالی او خنډونه له منځه وړي او حل کړي او په دې برخه کې یې غوڅې پرېکړې او فیصلې کړي او کوټلي تصمیمونه یې نیولي دي.

مرکه تر جرګې وړه حلقه ده، چې د کلي کور واړه موضوعات او شخړې حل کوي او جرګه د لویو او مهمو مسایلو د حل له پاره جوړیږي.(۱۰)

کله چې جرګې ته وړاندې کېدونکې موضوع د اهمیت او کیفیت له مخې لویه او پراخه وي له جرګې سره سم د لویه کلمه زیاتېږي او لویه جرګه یې بولي، زموږ په تاریخ کې د لویوجرګو شمېره زیاته ده او په سلهاو جرګې شته، چې مهمې تاریخي پرېکړې یې کړي او تاریخي ارزښت یې خوندي شوی دی (۱۱)

د جرګې همدا اهمیت او ټولنیز ارزښت دی، چې افغاني حکومتونو (خصوصاٌ تر خپلواکۍ وروسته) لویه جرګه د ملت د ارادې په توګه په رسمیت ومنله او د راغوښتو ټاکلي وختونه یې ورته وټاکل، تر دې چې د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې لویې جرګې ته یو ځانګړی څپرکی پرانستل شو (۱۲) په دې قانون کې پر لویه جرګه سربېره هغو ټولو ادارو ته، چې د اولس له انتخاب او نظر سره تړلې دي د جرګې بشپړوونکی نوم ورکړی شو، لکه: د پارلمان دواړو مجلسونو: ملي شوری او مجلس اعیان (سنا) ته د اولسي جرګه او مشرانو جرګه نوم ورکړ شو او په ولایتونو کې، د خلکو جرګې ولایتي جرګې وبللې شوې (۱۳) او د مشرانو جرګې او اولسي جرګې د کار انجمنونو ته د جرګه ګیو نوم ورکړشو.(۱۴)

په دې ډول جرګه په رسمي توګه له اولس سره د تړلیو ټولو انتخابي بهیرونو له پاره وکاروله شوه.

د جرګې اړتیا:

افغاني ټولنه یوه طبیعتاْ دیموکرایتکه ټولنه ده. په دې ټولنه کې د مشرتابه حق او نورې لویې وړې خبرې د مشورې، سلا او ټاکنې له لارې ترسره کېدې، په همغه کوچیانۍ دوره کې، چې لا ښاري ژوند نه و پیل شوی د ټولنې اداره انتخابي او د خلکو په خوښه وه، د ټولنې د تشکل لومړۍ کړۍ کورنۍ وه، چې پلار پکې د خوراک د تهیه کولو او مور د هغه د مساوي او عادلانه رسولو مسووله وه او دې تشکل ته کولا (کهول) ویل کېده. ورپسې تشکل ګوترا نومیده، چې د قبیلې هغه کورونه پکې را ټول و، چې ګډ اغېل به یې درلود او څاروي به یې په ګډه پکې درول او د ګوترا مشر به د ټولو په خوښه ټاکل کېده، ورپسې ګوشتي وه او هغه ګډ ګوتراګان به پکې را غونډ وو، چې ګډه ورشو او انتخابې مشر به یې درلود. د ګوشتیو له مجموعې نه ګرامه جوړېده او یو انتخابي مشر به یې و، چې موږ یې نن د یوې اولسوالۍ انډول بللای شو او د څو څړځایونو له مجموعې نه به جوړه شوې وه، ورپسې د ویسه یا دیسه تشکیل و، چې د څو ګرامو خلک به پکې راټول وو او له اوسني ولایت سره یې ورته بللای شو، چې یو انتخابي مشر به یې درلود، د دې تشکل د هرم په سر کې د  جانا په نامه  وروستی تشکل و، چې د یوې وړې واکمنۍ بڼه یې درلوده او مشر ته به یې، چې خلکو ټاکلی و «راجان» وایه.

دا د آریانا د مالدارۍ او کوچیاني دورې تشکیلات وو، چې له همدې تشکل سره به یې د ژمي او اوړي لېږدېدنې درلودې، چې بیا وروسته د ښارونو او ثابتو مرکزونو په جوړېدلو سره د دې نظم ساحه نوره هم پراخه شوه او د انتخاب حق پکې وساتل شو.(۱۵)

چې د دې نظم د ډاډمن دوام له پاره د جرګو سیستم ټینګ شو او د (کار چې په سلا وي بې بلا وي) متل د همداسې یوه نظم د دوام له پاره ویل شوی دی.

جرګه به بیا هغه وخت راغوښتل کېده، چې د ټولنې د ټولنیز نظم سیاسي، اقتصادي، فکري، کلتوري او یا کوم بل اړخ به له ګواښ او تهدید سره مخامخ شو او د هغې د ټینګښت او بیا رغونې له پاره د بند بنا کولو اړتیا را پېښه شوه.

د جرګې رابلونکي:

د لویې جرګې د جوړېدو اړتیا له بېلابېلو عواملو نه را زېږېدلې، کله بهرنی یرغل او تېری، کله کورنۍ شخړې او جنګونه، کله د قدرت تشه او کله د قانون جوړولو او د نړیوالو او ملي پېښو په وړاندې د تصمیم نیولو له مخې لویه جرګه راغوښتل کېږي.

د لویې جرګې په را غوښتلو کې ملي تصمیم او اراده اساسي بلندویه ده، خو کله چې د بهرني برید په ترڅ کې د هېواد اداره او واکمني له منځه ځي او د تصمیم مرکز ورانیږي، نو بیا ملي مبارزین له کلیو نه را ولاړیږي، د تصمیم  یو عاجل مرکز جوړوي او بیا د دې مرکز په وسیله جرګه را غواړي او د هغې د تصمیمونو په رڼا کې مبارزه پرمخ  بیایې. د نړیوالو پېښو پر وړاندې د تصمیم نیونې یا د خلکو د ژوندانه د ښه کولو په غرض د قانون او نظام جوړونې لپاره  جوړېدونکې جرګې واکمن حکومت راغواړي او زمینه ورته برابروي.

مطلب څنګه چې د حالاتو غوښتنه وي له هغې سره سم د لویې جرګې بولندویه مرجع جوړېږي او بیا لویه جرګه راغواړي.

د جرګې ګډون کوونکي:

په جرګه کې ګډون کوونکي افراد معمولاْ د قومونو او خېلونو مشران وي، چې ګډون یې له انفرادیت سره سره د جمعیت معنی لري یعني دوی ظاهراْ یو فرد وي، خو بالقوه یو قوم، یو خېل او یو ټولګی وي، چې په جرګه کې د ټولو نماینده ګي کوي. ژبه او ژمنه یې د خپلو ورسره تړلو پرګنو ژبه او ژمنه وي او د هغوی په بشپړ ملاټر ترسره کېږي، دوی د اولسونو ګوډې ماتې په پوره تدبیر جوړولای، کوشېرولای او ټولنیزې ستونزې له منځه وړلای شي.

د جرګو یو بل روحاني توکی، چې جرګې د قرانی مبارکو آیتونو په تلاوت پرانیزي او په پرېکړو یې د عاګانې کوي او له لوی خدای (ج) نه یې بری غواړي ملایان یعنی مذهبي لارښوونکي دي، چې په اولسي اصطلاح یې سپین پټکیان بولي.(۱۶)

د جرګو یو بل مهم رکن بیا نرخیان او هغه کسان دي، چې د جرګې او له هغې سره اړوند ټول اولسي تعاملات ورته معلوم وي او د پرېکړو لپاره د پرېکړې قانوني او حقوقي اړخ روښانوي او په دې برخه کې د تېرو پرېکړو او په ولس کې د معمولو نرخونو شکل او بڼه مجلس ته وړاندې کوي او بیا پرېکړه پرې کېږي.(۱۷)

کله چې جرګو ته دولتي ملاتړ ترلاسه شو، د جرګو په ترکیب کې  پر قومي مشرانو سربېره، د دولت لوړ رتبه مامورین او د نورو دولتي ارګانونو په څه پوه کسان او هم هغه انفرادي کسان، چې علمي او ټولنیز مقامونه یې در لودل د دولت له خوا په لویو جرګو کې په انتصابي توګه را تلل، نو له دې کبله په ځینې هغو جرګو کې ، چې د دولت تر سرپرستۍ لاندې را غوښتې شوې وې د لویو جرګو د غړو شمېره ډېره لوړه وه.

مثلاْ د امان الله خان په لومړۍ جرګه کې ۸۷۲ تنه، په دویمه جرګه کې ۱۰۵ تنه، په دریمه جرګه کې ۱۱۰۰ تنه، د نادرخان په جرګه کې ۳۰۱ تنه، د ظاهرشاه په لومړۍ جرګه کې ۱۰۰۰ تنه، په دویمه کې ۳۷۱ تنه، په دریمه کې ۴۵۲ تنه او د داود خان د جمهوریت  په لویه جرګه کې ۳۵۲ تنه وو.(۱۸)

کله چې د ۱۳۴۳ کال په اساسي قانون کې لویې جرګې یو ځانګړی څپرکی پیدا کړ، په دې قانون کې له بده مرغه په لویه جرګه کې د اولس د فوق العاده نماینده ګۍ او په پراخه پیمانه ګډون مخه ونیول شوه او په قانون کې ولیکل شول، چې جرګه د مشرانو جرګې، اولسې جرګې او د ولایتي جرګې له وکیلانو څخه جوړیږي (۱۹) او په دې توګه د اولس هغه پراخه برخه اخیستنه، چې حتی ځینې جرګو ته یې له یوې اولسوالۍ نه درې تنه وکیلان را لیږلی شول له منځه ولاړه.(۲۰)

د جرګې بڼه او ټولنځای:

(سبها) چې د آریایانو کوچنۍ جرګه وه، په هرکلي  کې یې یوه خونه ورته ځانګړې کړې وه، چې د اړتیا پر وخت به دې خونې ته را غونډېدل او ټولو خلکو به بې له خاص امتیازه ګډون پکې کاوه او خپلې شخړې به یې پکې فیصله کولې، له دې خونو نه د ځینې لوبو له پاره هم کار اخیستل کېده، ښځو او نارینه و به ګډه غونډه پکې کوله، چې د دې جرګو ژوندۍ  بڼه اوس هم زموږ په قبایلو کې شته او دوی خپلې کلېوالي شخړې پکې فیصله کوي.(۲۱)

بیا وروسته د جرګې غونډې په جوماتونو او حجرو کې هم کېدې.(۲۲)

زیاتې جرګې ، چې ګڼ کسان ورته رابلل شوي وي په ازاده فضا کې جوړېدې، چې د جرګې ګډون کوونکو به بېله حلقه جوړوله او په لږ څه فاصله کې به اورېدونکي هم ورته ناست وو، چې د جرګې خبرې او پرېکړې به یې اورېدلې.

د جرګې غړي د سپین ږیري په نامه یادیږي او مشران هم ورته وایي. جرګه کوم خاص مشر نه لري، بلکې غړي یې په مساوي شرایطو سره کښیني، په جرګه ځای کې، چې د جرګې غړي را ټولیږي نو غونډه په دایروي بڼه جوړوي، چې د پورته او ښکته امتیاز پکې رانشې، کله داسې هم کېږي، چې جرګه پټه وي، په دې صورت کې جرګه سیلانیان او اوریدونکي نه لري او نه څوک ور نږدې کېدای شي. د جرګې د جوړېدو لپاره هره قبیله جلا ځای لري او دا ځای سپیڅلی وي، چې په ځینې ځایونو کې بیرغ هم پرې رپول کېږي.

د جرګې ځای سر خلاص وي او په عمومي ډول دا ځای پر ډاګ جوړ شوی وي، چې د جرګې د نندارې له پاره د قبیلې ټول خلک د هغه پر شاوخوا را ټولیږي.(۲۳)

 

د جرګې امنیت او د متخلفینو مجازات:

له هغه وخته راهېسې، چې دولتونو جرګې جوړولوته مخه کړې، نو د امنیت چارې یې د دولتونو پرغاړه دي، د جهاد په وختونو کې د جرګو امنیت د مجاهدینو له خوا نیول کېده، خوتر دې وړاندې په تېرو زرګونو کلونو کې جرګې د خپل جز‌ء په توګه یو امنیتي پوځ هم درلود، چې دا تشکل په پکتیا کې تر اوسه هم د اربکیانو په نامه پاتې دی.

اربکیان هغه قومي سپایان دي، چې د جرګې په وخت کې د جرګې امنیت ساتي او د پرېکړو څارنه یې کوي. اربکیان په هر قوم کې یو میرلري او هغه له قوم څخه تکړه ځوانان له ځان سره منظموي او کله، چې اضطراري حالت پېښېږي او یا جرګه جوړیږي میرخپل اربکیان را غوړي، وسله وال کوي یې او خپلې، خپلې دندې ورته ټاکي، دوی په قام کې ځانګړی مصونیت لري او څوک نه شي کولای، چې هغه ته زیان ورسوي. کوم وخت، چې اربکیان په کار ګومارل کېږي، د دوی اجرااتو ته ټول قوم غاړه ږدي او مني یې.

اربکي د یوه لرغوني قبیلوي عرف له بقایا وو څخه دي. په آریایي قبیلو کې به د غسې قبیلوي سپایي د جګړې په وخت کې په قبیلوي جګړو کې د جنګي ټولګیو مشر و او په عادي حال کې به یې د قوم د امنیت ساتل پر غاړه وو.(۲۴)

همدا اربکیان د جرګې د پرېکړو  تر اعلانولو وروسته د هغو د تطبیق لپاره ګمارل کېږي او حتی هغه سزاګانې، چې جرګې ټاکلې د هغه مرتکبینو ته ورکوي، که څوک د جرګې له پرېکړو څخه غاړه وغړوي دوی کولای شي، چې پر کور یې اور پورې کړي او ان چې د مرګ سزا ورکړي.(۲۵)

د پټو جرګو اسرار ساتل هم  ډېر مهم دي که څوک د جرګې په دوران کې په پټه غوږ ورته کښېږدي او یا د جرګې کوم غړی هغه پرېکړه رسوا کړي، نو د جرګې په امر سخته سزا ورکوله کېږي، چې د کور ترسیځلو او وژلو پورې رسیدای شي.(۲۶)

د جرګې د پرېکړو عملي کېدل:

د جرګې پرېکړې بې له دې، چې په کتاب کې ولیکلې شي یا د اسنادو ثبت دفتر ولري په همغه شفاهي او ګړني ډول د کاڼي د کرښې بڼه لري او عملي کول یې حتمي او لازمي دي. له همدې کبله د هېواد په ډېرو برخو کې له عمرونو را هېسې خلکو خپلې شخړې د اولسوالۍ پرځای د اولس اصلاحي جرګو ته رسولې او بې له رشوت او بې نیاوۍ نه یې داسې پرېکړې تر لاسه کولې، چې دواړو اړخونو ته به د منلو وړ وې.

د اصلاحي جرګو پرېکړې تر دې حده معتبرې وې، چې زموږ په هېواد کې به د شرعي محکمو قاضیانو، چې کومه شخړه فیصله نه کړای شوه، نو مدعیانو ته به یې ویل، چې اصلاحي جرګې ته سره کښینې او خپله شخړه فیصله کړي او دا پرېکړه به دومره معتبره وه، چې دوی به د خپلو رسمي پرېکړو په کتاب کې درجوله او په دې توګه به یې د شخړې دوسیه تړله او دا ښیې، چې په اولسي تعاملاتو ولاړې پرېکړې ډېرې عادلانه او د خلکو لپاره د منلو وړ وې. قاضیانو په داسې ډول جانبین راضي کولای نه شول، د مسایلو په تحلیل کې د جرګې د ښه والي یو بل مهم  دلیل دا هم دی، چې جرګه د ډېرو غړو د افکارو له یوځای کېدو څخه جوړیږي او عمومي قضاوت پراخ او هر اړخیز نظر لري او د شخړو او لانجو په هوارولو او فیصله کولو کې نه تېر وځي.(۲۷)

په نړیواله سطحه هم عنعنه دومره ارزښتمنه ده، چې نړیوال حقوق پوهان عقیده څرګندوي، چې د هر اولس او ملت د قوانینو په تدوین کې باید د دوی کلتور، دودونه او عنعنې په نظر کې ونیول شي.(۲۸)

جرګه د افغانیت او ملي عنعنې یوه بنسټیزه برخه ده، چې خان خوشحال خان خټک یې اهمیت داسې بیانوي:

بې جرګې نه به هیڅ کار په لاس وانخلي

چې خبر وي د جرګې په برکت (۲۹)

استاد حبیب الله رفیع

 

لویه جرګه د تاریخ، حقوقو، قانون او ټولنپوهنې په رڼا کې

استاد حبیب الله رفیع                             د جرګې تاریخي څېره                                            

د احمدشاهي دورې لویه جرګه

۴- د شېر سرخ د مزار جرګه:

کله چې د ۱۷۴۷ کال د جون په ۱۹ نېټه نادر افشار  د ده باوري منصبدارانو  وواژه  یو ځل بیا د دې زمینه برابره شوه، چې د افغانستان خپلواکي تر لاسه او د افغانستان د خپلواک حکومت له پاره یو انتخابي مشر  را منځ ته شي.

 د دې مهمې سیاسي مسالې د حل لپاره د قومونو مشرانو بیا هم د لویې جرګې لمنې ته لاس وغځاوه او د کندهار  د شېرسرخ په مزار کې د یوې لویې جرګې غونډې پیل شوې، په جرګه کې د زیاتو قومونو مجربو او باوري مشرانو برخه در لوده، د دې جرګې مهم غړي دا وو.

نور محمد خان غلجی، محبت خان پوپلزی، موسی خان اسحق زی، نصر الله نورزی، حاجي جمال خان بارکزی او....

په دې مزار کې د لویې جرګې غونډې اته ورځې وشوې، خو نتېجه یې ځکه ور نه کړه، چې یوه مشر هم بل مشر ته خپل واک نه شو ور کولی او پرخپل ځان یې د هغه واکمني نه شوای منلی، که څه هم په لومړي نظر د دې کار له پاره نور محمدخان میر افغان ډېر وړ برېښېده، ځکه هم د پاخه عمر او هم د پخې تجربې څښتن و او په ټولو غلجي ټبرونو کې یې محبوبیت او نفوذ در لود، خو څرنګه چې توند مزاج یې درلود ونه ټاکل شو، حاجي جمال خان هم زیات قومي ځواک در لود او مشران وېرېدل، چې دی د واکمنۍ په وخت کې استبداد ته لاس ونه غځوي، نو ځکه ټولو هڅه در لوده داسې څوک را منځ ته کړي، چې د دوی له ازاد مزاج، د جرګې له اصولو او د افغانانو له اولسي    روایاتو او عدالت سره سم ګام واخلي او په راتلونکي کې استبداد ته لاس ونه غځوي او هم د ډېرې پیاوړې قبيلې مشر نه وي(۵۹)

تر نهمې غونډې پورې د مشر له پاره ټول شرایط ټاکل شوي وو، د شېر سرخ د مزار ملنګ صابرشاه په دې جرګه کې یو د کم عمر ځوان، چې غلی به ناست، غښتلې مټې او زیاته هوښیاري یې درلوده په دې شرایطو برابر وموند، له ځایه پاڅېد له نژدې کروندې نه یې د غنمو وږي (په بل روایت د وربشو وږي) را وشکول، رایې وړل ، دې ځوان ته یې تاج ترې جوړ کړ، په دستار یې ور وټومبل او غږ یې وکړ:« زه د دې نوي مسوولیت له پاره دا ځوان ټاکم!» د ټولو مشرانو دا ټاکنه خوښه شوه، هو! دا ټاکل شوی ځوان احمد خان و، چې بیا وروسته د احمد شاه بابا په نامه یاد شو او په ډېر لږ وخت کې یې د خپل عقل، فراست او مېړانې په مټو لویه افغاني سترواکي( امپراتوري) جوړه کړه او د افغانستان ټولې خاورې یې د نورو له واک نه آزادې کړې(۶۰) او تر دوه نیم سوه کلنۍ دربدرۍ وروسته د افغانستان بشپړه آزادي تر لاسه شوه.

دا جرګه هم د کمیت له نظره ډېره لویه نه وه او څو معدودو او محدودو مشرانو برخه پکې درلوده، خو د کیفیت له پلوه ډېره لویه جرګه وه، ځکه د افغانستان د لوېدیځ د مهمو قومونو باوري مشران پکې موجود وو او له دې کبله، چې یو لوی سیاسي ګام یې واخیست او د هېواد د مشرتابه په برخه کې یې پوخ او مدبرانه تصمیم وکړ، د دې انتخاب نتېجه ډېره په زړه پورې او مطلوبه وه او د پښتنو هغه متل یې رښتیا کړ، چې وایي« کار چې په سلا وي بې بلا وي»

د احمدشاه بابا تر مړینې(۱۷۷۲م) وروسته د ده په اولاد کې د اقتدار پر سر خونړۍ کورنۍ شخړې پیل شوې، مدبر وزیر شاه ولیخان بامیزایي د تیمورشاه له خوا ووژل شو او د قومي دښمنیو په نتېجه کې تېمور شاه په غلا پایتخت کابل ته راولېږداوه، د ده تر مړینې وروسته د ده زوی زمانشاه، دسیسو او کورنیو دښمنیو تر لنډې مودې واکمنۍ وروسته د زندان مېلمه کړ او دواک پر سر په واکمنه کورنۍ کې وژنې او قتل وخون دومره زیات شو، چې بالاخره انګرېزانو په ۱۸۳۸م کال کې له دې نفاق نه درنه استفاده وکړه، زموږ  پر هېواد یې وسله وال تېری وکړ او زموږ ملي واکمني یو ځل بیا رانسکوره شوه، د دې ټولو بدبختیو لوی علت د جرګې( شوری) شاته اچول او د سلا او مشورې له منځه تلل وو. (۶۱)

د اولس جرګې

۵- د جهادي مشرانو جرګه:

انګرېرانو، رنجیت سنګ او د افغانستان  فراري پاچاشاه شجاع د ۱۸۳۸ کال په جون کې یو دری اړخیز تړون لاسلیک کړ، په دې تړون کې شاه شجاع ته وعده ورکړه شوه، چې دی به  د افغانستان پاچاهۍ ته رسول کېږي او ده هم د قدرت په هوس کې د افغانستان زیاتې سیمې انګرېزانو او سکهانو ته ور وبخښلې او د دوی بشپړه غلامي یې ومنله، د همدې قرارداد په بنا شاه شجاع له انګرېزي لښکرو سره د سند او بولان له لارې پر کندهار راغی، کندهار یې ونیو او هلته د انګرېزانو له خوا د ده تاجپوشي وشوه، بیا یې د کابل پر لور لښکر کشي وکړه.  غزنی یې لاندې کړ او امیر دوست محمدخان له کابل نه د بخارا په لور تېښته وکړه، شاه شجاع انګرېزانو کابل ته را ووست او پر تخت کښېنول شو، انګرېزي نماینده مکناټن او نورو انګرېزانو علنا ټول اختیارات تر لاسه کړل او پاچا د کلمې په حقیقي معنی تش په نامه پاچا و.(۶۲)

د افغانانو د ملي جرګو برکت و، چې افغانانو ته یې له پردو یرغلګرو سره د مقابلې داسې ملي شعور ورکړی و، چې هر افغان خپل مسوولیت ګاڼه، چې بې له قبلي مفاهمې په خپله خپله سیمه کې را پاڅېږي او د پردي تېري په مقابل کې ملي لښکر تنظیم او له تېري کوونکو سره مقابله پیل کړي.

په همدې اساس کله چې انګرېزان له کندهار نه تر کابل پورې را تلل، په لاره کې ډېر بریدونه پرې وشول او دوی هم خصوصا په غزني کې مجاهدین په ډېر وحشت او قساوت قتل عام کړل، خو دې وحشت او دهشت، نه یوازې دا چې خلک ونه  وېرولای شول، بلکې د ملي پاڅېدنو حلقه یې لا پسې پراخه کړه، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلک پاڅېدل او د دوی د غلام پاچا پر تاسیساتو بریدونه پیل شول، د ملي پاڅون حلقه د مرکز پر لور راتنګېدله او د بېلوبېلو سیمو د مجاهدینو تر منځ مفاهمې ټېنګېدلې، د دې پاڅون او د دې مفاهمو نتېجه دا شوه، چې یو ځل بیا یوه ملي لویه جرګه را منځ ته کړي.

 د روژې په یوه مبارکه شپه کې د ۱۸۴۱م کال د نومبر په لومړۍ نېټه د کابل ښار په زړه عاشقان وعارفان کې د مشرانو یوه جرګه راغونډه  شوه او د یوه عمومي پاڅون له پاره یې پرېکره وکړه، جرګې چې د بېلابېلو قومونو مشران پکې وو د پاڅون د رهبرۍ له پاره یوه دوولس کسیزه شورا جوړه کړه، استازي یې وټاکل، چې خلک پاڅون ته وهڅوي، د انګلیسانو مخابرې او ارتباطات تر څارنې لاندې ونیسي او نور لازم اقدامات وکړي.

د انقلابي شوری د مشرۍ  له پاره یې نواب محمد زمان خان د رئیس په حیث  او امین الله خان لوګري د« نائب»  په حیث وټاکل. د دې شوری نور مهم غړي: غازي عبدالله خان اڅکزی، میرمسجدي خان او ځنې نور کسان وو.

دانقلاب د څرخ په څرخولو کې د دې مشرانو هم لوی لاس و: سکندرخان بامیزی، امام ویردي( اوزبک) ملا احمد برینج فروش، اکبر خوابګاهي، اغاحسین قزلباش او نورو په لسهاوو کسان(۶۳) د دې لویې جرګې د تدبیرونو په رڼا کې په دوو میاشتو کې دننه انګرېزانو شرمېدلې ماته وخوړه او مجبور شول، چې د ۱۸۴۲ کال د جنورۍ په ۶ نېټه کابل تخلیه کړي او د افغانستان آزادي ومني.(۶۴)

دا لویه جرګه هم د کمیت له پلوه ډېره لویه نه وه، ځکه د نړۍ د وخت د لوی ښکېلاکي ځواک تر واک لاندې سیمو کې جوړېده او د امنیت ساتلو یې بشپړه هوښیاري غوښته، چې وښوده  شوه، خو د کیفیت له خوا ډېره لویه جرګه وه او د ملي پاڅون له پاره یې داسې تدبیرونه ونیول، چې په ډېره ښه توګه یې ملي رهبري وکړای شوه او په ډېر لنډ وخت کې یې د هېواد آزادي تر لاسه کړه، خو افسوس چې د انګرېزانو تفتین د قدرت ته رسېدو تر وخته پورې د دې جرګې ځینې غړي لکه: غازي عبدالله خان اڅکزی او میرمسجدي خان د خاینانو او دخپلو اعمالو په لاسونو شهیدان کړي وو او پاتې یې هم د تښتېدلي امیر دوست محمد خان د حکومت د بیا ټینګېدلو  په اثر تس نس شول، خو بیا یې هم د نړۍ په تاریخ کې یو لوی کار تر سره کړی و او هغه هم د لومړي ځل له پاره د انګرېزانو د مغرور ښکېلاک شرمېدلې ماته وه، ځکه تر دې وخته دوی خپل قدرت نه ماتېدونکی ګاڼه او د نړۍ نورو لویو او  وړو هېوادونو هم فکر کاوه، چې انګرېز نه ماتېدونکی قدرت او قوت دی.

د امیر شېرعلي خان لویې جرګې:

۶- لومړۍ لویه جرګه:

امیر شېرعلي خان چې یو  روڼ فکره پاچا و، لویو جرګو ته یې یو ځل بیا  ارزښت ورکړ، ده په ۱۸۶۵ م کال په کابل کې یوه لویه جرګه جوړه کړه. دې جرګې ته یې د هېواد له بېلابېلو سیمو نه دوه زره کسان را وبلل، څو ده ته د ده د وروڼو د اختلاف او د ښمنیو په باب مشوره ورکړي، چې تر دې مشورې وروسته له خپلو وروڼو سره جګړې ته متوجه شو، په نتېجه کې یې ماته وخوړه او د کابل تخت یې وروڼو ترې ونیو. (۶۵)

۷- دوهمه لویه جرګه (۶۶)

همدا راز ده د خپلې واکمنۍ په دوهمه دوره کې په ۱۲۹۰ هـ ق (۱۸۷۳م) کال د خپل ۱۳ کلن زوی عبدالله خان د ولیعهدۍ له پاره یولوی جشن جوړ کړ او د شمس النهار د یوه اقتباس په استناد پنځه سوه زره تنه مخور اوسپین ږیري ورته را غوښتل شوي وو  او اووه شپې او ورځې یې دوام درلود(۶۷) . د همدې لویې غونډې په دوران کې امیر شېرعلي خان د افغانستان لومړنۍ کابینه جوړه کړه، سید نورمحمد شاه یې صدراعظم وټاکه د بېلابېلو چارو له پاره یې وزیران موظف کړل(۶۸). دا دواړې جرګې د کمیت په لحاظ ډېرې لویې وې او خصوصا د دوهمې جرګې د ګډون کوونکو د شمېر په اقتباس کې که غلطي شوي وي هم یقینا ډېره لویه جرګه به وه، خو کیفیت یې د پخوانیو جرګو غونډې نه و، ځکه اهداف یې تر هغې واړه وو، له وروڼو سره جګړه د اقتدار جګړه وه او خلکو له داسې موضوع سره ډېره علاقه نه ښوده او هم د  ولیعهد ټاکل د پاچا یو بل هوس و، چې د خپل لوی زوی محمد یعقوب خان سر ه د مخالفت له امله یې کړی و، خو بیا یې هم لویه مېوه په افغانستان کې د یوه منظم او عسکري حکومت او کابینې را منځ ته کېدل وو.

بیا هم د اولس جرګې

۸- دمجاهدینو ارتباطي جرګه:

په ۱۸۷۹ ع کال انګرېزانو يو ځل بیا پر افغانستان وسله وال برید وکړ، امیر شېرعلي خان کابل پرېښود او مزار شریف ته د روسانو د مرستې په تمه ولاړ، خو هلته زړه چاودی مړ شو.

انګرېزانو د ده زوی یعقوب خان، چې له زندانه پر تخت کښېنول شوی و له ځانه سره مل کړ. ګندمک شرمېدلی تړون یې ورسره وکړ او د افغانستان حکومت یو ځل بیا د انګرېرانو لاس ته ولوېد.

د افغانستان اولس هم د خپل طبیعي خصلت له مخې د پاڅون لاره ونیوه، په هر ځای کې سره را غونډ شول او د خپلو ملي مشرانو په لارښودنه یې پر انګرېزانو بریدونه پیل کړل. د کابل، کوهدامن او کاپیسا د جهاد مشران: محمد کریم خان، غلام حیدر خان کابلي، میربچه خان کوهدامني، میرغلام قادر خان او پیانی، پروېز شاه خان پغمانی، د تګاو او نجراو جهادي مشران،  د جهاد مشران، محمد عثمان خان ساپی او  ورور یې  محمد شاه خان، په لوګر کې د جهاد مشران غلام حیدر خان څرخي، سمندرخان او محسن خان لوګري، د میدان او وردګو جهادي مشران محمدجان خان وردګ او ملا عبدالغفور خان لنګري، د غزني او زابل جهادي مشران  ملا دین محمد اندړ،  په هرات کې نایب سالار حفیظ الله خان او سردار محمد ایوب خان، په ننګرهار کې عصمت الله خان جبارخېل او د هېواد په ګوټ ګوټ کې په سلهاو نور کسان، چې د ملا مشک عالم د وینا له مخې د جهاد ټول مشران درې زرو تنو ته رسېدل.(۶۹)

دوی ټولو د هېواد په بېلابېلو برخو کې محلي جرګې جوړې کړې وې، چې د ارتباطي شبکو له لارې يې دې جرګو ته د یوې واحدې جرګې بڼه ورکړې وه او د جهاد په ارتباط یې ګډ تصمیمونه نیول.

د همدې ګډو تصمیمونو له مخې مجاهدینو د انګرېزانو او مزدور حکومت ځالې ورانولې، د مرکز په لور را لنډېدل او د کابل د محاصرې حلقه تنګېدله، څو چې د ټولو سیمو مجاهدین له خپلې خپلې خوا پر کابل را چاپېر شول او په انګرېزي چوڼیو یې اوربل کړ. په دې بریالي جهاد کې نارینه او ښځو ګډه برخه درلوده او د ۱۸۷۹ کال په دسمبر کې یې سوړ ژمی د انګرېزانو له پاره په سره تنور بدل کړ او یوځل بیا یې انګرېزان د شرمېدلې ماتې په لاره روان کړل، چې د (۱۸۸۰) کال په جولای کې یې په میوند کې د وولس زره لښکر تباه شو.

دې جرګو د انګرېزانو د شړلو پروګرام در لود، خو د افغانستان د ازادۍ د سنبالولو کوم پروګرام ورسره نه و، نو ځکه کومه سکه، چې محمد جان خان ضرب کړې وه پرې لیکلي یې وو:

می کنم دیوانګی تا برسرم غوغا شود

سکه به زر میزنم تا صاحبش پیدا شود (۷۰)

او له همدې نیمګړتیا نه انګرېزانو ګټه واخیسته، له سردار عبدالرحمن خان سره یې اړیکې ټینګې کړې او تر پټ تړون وروسته یې ده ته د (۱۸۸۰) کال په جولای کې د پر تخت کښېناستلو بلنه ورکړه.

 ده ظاهرا د جهاد اعلانونه نشر کړل او د مجاهدینو له لارې حکومت ته ورسېد، انګرېزان هم جسما له افغانستان نه ووتل، خو په غیر مستقیم  ډول عبدالرحمن خان د دوی د تحت الحمایه پاچا په توګه پاتې شو.

د مجاهدینو دې ارتباطي جرګو یوځل بیا د افغانستان  آزادي تامین کړه او دا جرګه هم د کمیت او کیفیت له اړخه لویه او مهمه وه او دا چې وروستۍ نتېجه یې دښمنانو  وتروړله لوی علت یې دا و، چې د افغانستان خلک له خارجي ښکېلاک سره ژوره دښمني لري، خو له کورني استبداد سره بیا غیر ملي او استبدادي حکومتونو روږد کړي دي.

د سراجي دورې جرګه

۹-د بېطرفۍ لویه جرګه:

د ۱۹۱۳ م کال په اګست کې نړۍ وال عمومي جنګ ونښت، په دې جنګ کې انګرېزانو د افغانستان  له تحت الحمایه حکومت نه توقع در لوده، چې افغانستان د انګرېز په ملاتړ په جنګ کې برخه واخلي او که نه نو بېطرفه پاتې شي، د افغانستان روشنفکرانو  او په آزادۍ مین اولس اراده  درلوده، چې د انګرېزانو له جنګي مصروفیت نه په استفادې کولو سره له انګرېزانو  سره وجنګيږي او له تحت الحمایګۍ نه ځان خلاص کړي، کابل ته راغلي د جرمنیانو او ترکانو هیات له افغانستان نه غوښتنه کوله، چې د دوی ملاتړ وشي او د انګرېز په وړاندې په جرګه کې برخه واخلي او له دوی سره به په دې برخه کې هر ډول مرسته کېږي (۷۱) خو امیرحبیب الله خان د موضوع  د باریکۍ له امله منځنۍ لار خوښه کړه او د افغانستان بشپړه بې طرفي یې اعلان کړه او انګرېزانو ته یې په جګړه کې د نه شاملېدو ډاډ ورکړ. محمود طرزي په سراج الاخبار کې د «حی علی الفلاح» ویښوونکې مقاله چاپ کړه، خو د انګرېزانو له خوا په مطبعه کې سانسور او له نشر څخه پاتې شوه.(۷۲)

پاچا په ۱۹۱۵ م کال د خپلې بې طرفۍ د تایید له پاره د افغانستان مشهور مشایخ لکه: د اسلام پور پاچا (میرصاحب جان) د موسهي اخونزاده (ملامحمد جان) د  تګاو ملا صاحب، د هډې اخونزاده، د بړو میا صاحب، د حصارک میا صاحب، شمس الحق صاحب، د شور بازار حضرات، حافظ جی صاحب، ملا محمد مرید، ملا عبدالغفار اخونزاده او نور کابل ته را وغوښتل. د دغو مشایخو او نورو اولسي وکیلانو په شمول یوه لویه جرګه د امیر په وړاندې جوړه  شوه  او د ملت د اتفاق او د دولت د بېطرفۍ د سیاست ملاتړ یې وکړ.(۷۳)

په دې لویه جرګه کې که څه هم ظاهرا انګرېزان د افغانانو له ګوزار نه خلاص شول، خو افغانستان هم له تباهۍ او د نړیوال جنګ له ډګر ګرځېدو څخه بچ او د نړیوالې سوځوونکې جګړې له لنبو څخه وژغورل شو.

د اماني دورې لویې جرګې

۱۰- د «اتحاد مشرقي» په نامه لویه جرګه:

د ۱۹۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۰ نېټه د ازادۍ غوښتونکو یوې ډلې د افغانستان تحت الحمایه پاچا امیر حبیب الله خان د یوې کودتا په ترڅ کې وواژه او تر دې وروسته د ده زوی امان الله خان د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه او د افغان او انګرېز دریم جنګ ونښت، په جنګ کې انګرېرانو سخته او شرمېدلې ماته وخوړه او د متارکې وړاندیز یې وکړ. د افغانستان حکومت متارکه ومنله، خو انګرېزانو یو ځل بیا غوښتل، چې نظامي ماته په سیاسي ډګر کې جبیره کړي او هغه څه چې په جنګ کې یې له لاسه ورکړي وو په سوله کې یې ترلاسه کړي، د راولپنډۍ د سولې په غونډه کې یې د افغاني هیات مشر والي علي احمد خان وغولاوه او یوه مغلوبانه صلح نامه یې پرې لاسلیک کړه، خو بیا هم دولت نور اقدامات وکړل او د ۱۹۱۹ م کال په اګست کې انګرېزانو زمونږ بشپړه آزادي ومنله (۷۴) له دې سره هم داسې ګنګوسې لا خورې وې، چې انګرېزان به یو ځل بیا پر افغانستان وسله وال تېری وکړي، د داسې یوه تېري د مقابلې له پاره د مشرقي تنظیمه رئیس محمد نادر خان د (اتحاد مشرقي ) په نامه یوه لویه جرګه راوبلله. جرګه په ننګرهار کې  د هډ ې ملا صاحب د زیارت ترڅنګ را غونډه شوه، په دې غونډه کې د مشرقي( اوسنی لغمان، کونړ او ننګرهار د ولایتونو) د بېلابېلو قومونو سپین ږېري، عالمان، سادات،مشایخ او نور مخور سره را غونډ کړای شول او د خپلواکۍ د ساتنې او د وطن د دفاع او آبادۍ په برخه کې یې مهمې پرېکړې وکړې، دوی غوښتل، چې انګرېزان دې  د افغانستان ازادي د زړه له کومي ومني او که نه نو د سرحد ټول اقوام او قبایل د جهاد له پاره چمتو او آماده دي او د افغانستان ازادي به په خپلو وینو ساتي.

 په همدې غونډه کې د هر قوم مشرانو د پاک قران په حاشیه کې ژمنه لیک کړه، د هرقوم ذمه وارۍ یې وټاکلې، د جهاد مشران او علمبردار ته یوه یوه ښه تومانچه ورکړه شوه او پر نورو سوغاتونو سربېره هر یو قوم ته د جهاد یو یو علم شریف هم ورکړ شو، چې د جهاد ایتونه پکې لیکل شوي وو. (۷۵)

د همدې تاریخي غونډې په افتخار  په مشرقي کې د «اتحاد مشرقي» په نامه یو اخبار د ۱۹۲۰ کال د فرورۍ په ۲۸ نېټه په خپرونو پیل وکړ(۷۶)

دا لویه جرګه د ازادۍ ساتلو له پاره شوې وه، د کمیت له پلوه لویه وه، د کیفیت له پلوه سره له دې، چې د ټول هېواد  د مشرانو جرګه نه وه، خو اغېز یې عمومي او کیفیت یې لوړ و او انګرېزان یې مجبور کړل، چې د هندوستان په مشورې کې له افغاني هیات سره د موضوع د هر اړخیز حل له پاره خبرو ته چمتو شي.

۱۱- د اساسي قانون لویه جرګه:

د افغانستان د خپلواکۍ او په څنګ کې یې د مشروطه او قانوني حکومت د ټینګېدلو له پاره منظمه روشنفکري مبارزه له پخوا نه پیل شوې وه  او د مشروطیت غورځنګ، چې په ۱۹۰۵ کال کې په منظم ډول را منځ ته شوی و(۷۷) د وخت د تحت الحمایه پاچا له خوا په بېرحمۍ وکوټل شو، خو غلی نه شو او نور هم غښتلی شو، څو یې په نتېجه کې پاچا را نسکور او د ازادۍ جهاد پیل شو.

د دې« اساسي نظامنامې» د منلو او تصویب له پاره د ۱۹۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د ملت د مشرانو لویه جرګه را وغوښتله شوه، چې ۸۷۲ نماینده ګانو برخه پکې درلوده او د افغانستان لومړنی اساسي قانون یې تصویب کړ.(۷۸)

دې قانون ۷۳ مادې درلودې، چې زموږ د هېواد سیاسي او اجتماعي بڼه، د خلکو حقوق، اداري تشکیلات او اساسات یې ټاکلي وو. دې قانون خلکو ته د فکر د ازادۍ، د کار د ازادۍ، د خبرو  د ازادۍ او د کور او حیثیت او مصونیت وعده  ورکړې وه او د قانون حکومت پکې اعلان شوی و.(۷۹)

د دې لویې جرګې کمیت او کیفیت دواړه لورو  او د اساسي قانون په تصویب سره یې افغانستان ته د قانوني ودې او پراختیا زمینه برابره کړه او هم د دې جرګې تر جوړېدو  لږ وخت وړاندې د۱۹۲۱ کال په اګست کې د دولت شوری جوړه شوې وه، چې د هېواد مخور، عالمان، سادات او مشایخ پکې را غونډ وو، د قوانینو مسودې به یې جوړولې او د ارګ په شمالي برج کې یې ځای ورته ټاکلی و.(۸۰)

۱۲- د پغمان لویه جرګه:

دا لویه جرګه د ۱۹۲۴ کال په جولای کې په پغمان کې جوړه شوه او د دولت خارجي تړونونه، روابط، کورني قوانین او مسایل یې تر غور لاندې ونیول، لیکن په حقیقت کې دا لویه جرګه د منګلو د سر اخستنې په باب وه (۸۱) او کوم اعتراضونه، چې دوی په قوانینو در لوده د هغو ترمیم وشو. (۸۲) په دې لویه جرګه کې ټول ۱۰۵۲ تنه را غونډ شوي وو، چې ۲۳۱  تنه یې د دولت وتلي مامورین او پاتې یې د بېلابېلو  ولایاتو خانان، سیدان، عالمان، شیخان او ټاکلي وکیلان وو.

د جرګې مشري د وخت پاچا په غاړه وه او د هېواد پر ټولو داخلي او خارجي چارو مفصل بحثونه او پرېکړې پکې وشوې (۸۳) دا جرګه د کمیت په لحاظ هم لویه وه او د اهمیت په لحاظ هم، ځکه لومړی ځل و، چې د  اولس له نماینده ګانو سره دولتي اسرار تر بحث لاندې ونیول شول او حتی دوی پرې وپوهول شول.