د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت د مسلکي معین څېړندوی ښاغلي عبدالغفور لېوال ژوند لیک

د هېواد د معاصرو ادبیاتو په تاریخ کې علمي او فرهنګي شخصیت، نومیالی لیکوال، شاعر او پیاوړی ژورنالست ښاغلی څېړندوی عبدالغفورلېوال د مولوي علي محمد خان حسین خېل زوی په کال ۱۳۵۲ هـ ش کې د کابل ولایت د موسهې ولسوالۍ په یوه دینداره او روڼ اندې کورنۍ کې سترګې دنیاته وغړولې.

نوموړي منځنۍ زده کړې په عالي درجه(عمومي اول نمره) په کال ۱۹۹۳ کې د اعتبار خان په لېسې، لوړې زده کړې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځي کې د لیسانس ترکچې، دلیسانس نه لوړې زده کړې یې په (۲۰۰۴ – ۲۰۰۵ ) میلادي کلونو کې د امریکا د مریلند پوهنتون د ژورنالیزم په پوهنځي ، او ماستري یې په (۲۰۰۹) میلادي کال کې دپښتو په برخه کې د کابل پوهنتون د ادبیاتو له پوهنځي څخه ترلاسه کړه.

ښاغلی لېوال په پښتو ، دری او انګلیسي ژبو پوره واک لري. او همدارنګه د مقالو، ادبي اوفلکلوریکو ټوټو، کره کتنې، شعري ټولګو، ټولنیزو او حماسي منظومو په لیکلو برلاسی دی.

شعرونه یې دده د نازکخیالو اوظریفو احساساتو استازیتوب کوي، چې د لفظی او معنوي صنایعو په کارولو سره یې انځور کړې دي..

او همدارنګه یې په ملي او نړیواله کچه د ژورنالیزم ، ارواح پوهنې او نورو بېلابېلو برخو کې تر (۱۵۰) ډېرې علمي، څېړنیزې او ټولنیزې مقالې لیکلي دي، چې د نوموړي دپوهې او فرهنګي خلاقیت څرګندونه کوي.

ښاغلي لېوال په پښتو ژبه لاندې کتابونه لیکلي دي:

شعري ټولګې: مخه ښه او دوه منظومې، ژړا، اور، مینه شعري ټولګه، هوسۍ تاریخي او حماسي منظومه، ارشاک او اوشاس، تاریخي حماسي منظوم، دور ېښمو تول ، ادبي کره کتنه، کله چې ته خپه شې، شعري ټولګه، دماشومانو لوبې او غوره بوختیاوې، څېړنه، دنیلوفرو کېسې، دښځینه اتلانو کېسې، ټولونه، دتړای ښځې ، ژباړه ، نه ته مې هېره نه وې، شعري ټولګه، ادبي یادښتونه، دڅېړنیز و مقالو ټولګه، ته زما ټوله شاعري یې، د شعرونو ټولګه، د پوهاند سید بها الدین مجروح دپښتو ادبي آثارو رواني څېړنه د ( ماسترۍ دورې تېزس) \

دریمه لاره ، دسیاسي ټولنیزو مقالو ټولګه.

افغانیزم، دسیاسي ټولنیزو مقالو ټولګه.

شل میلیونران، د سیاسي ، ټولنیزو مقالو ټولګه.

د ژبښونې ارونه دژبې ( د تدریس اصول) علمي رساله.

پورتني کتابونه په هېواد او سیمه کې د استاد لېوال د فرهنګي شعري وړتیا، دده د احساساتو، عواطفو او فکر څرګندويې کوي.

نوموړي د رسمي دندو ترڅنګ فرهنګي او سیاسي دندې هم پرمخ وړې دي، چې د ده دکاري وړتیا او پياوړتیا څخه شمېرل کیږي.

ښاغلی لېوال په لویه بېړنۍ جرګه کې د ځوانو لیکوالو، ژورنالستانو او شاعرانو د منتخب استازي، او د اساسي قانون په لویه جرګه کې یې د ویاند او دمطبوعاتي ګروپ د رییس په توګه ګډون کړی ؤ. همدارنګه نوموړی د قلم دنړیوال ادبي انجمن د موسیسې شورای، دغړیتوب ترڅنګ د افغان کلتوري جرګې دموسیسې شورا، د افغان ادبي بهیر، او د رشاد د تدقیق غړیتوب هم لري او دخپلو فرهنګي فعالیتونو له امله په کورنیو او بهرنیو فرهنګي او ادبي سیمینارونو کې په تقدیر لیکونو، بېلابېلو ادبي هنري او فرهنګي جایزوستایل شوی دی.

لېوال په پوره صداقت، امانتدارۍ او هېواد پالنې لاندې دندې ترسره کړې دي.

  • په ۱۹۹۸ م کال کې دکابل پوهنتون دفرهنګي شورا دمرستیال په توګه.
  • له ۱۹۹۸ – ۲۰۰۱ م د افغانستان دبشري مرستو په مرکز کې دبشر د حقوقو دخبریال په توګه.
  • په ۲۰۰۱ م کال کې د جګړې او سولې د رپوټ ورکونې په انستیتوت کې د لومړي ادیتور په توګه.
  • په ۲۰۰۲ م کال کې د ازادۍ غږ راډیو د عمومي رپوټ ورکوونکي په توګه.
  • له ۲۰۰۳ – ۲۰۰۴ م پورې د اساسي قانون په کمیسیون کې د مطبوعاتي دفتر د ریس په توګه.
  • په ۲۰۰۵ م کال کې د چارو ادارې ریاست د فرهنګي ادارې د ریس او دفرهنګي چارو د سلاکار په توګه.
  • له ۲۰۰۶ – ۲۰۱۵ د افغانستان دسیمه ییزو څېړنو مرکز د ریس په توګه.

او په ۲۰۱۵ م کال کې د ښاغلی لېوال وړتیا، پوهې او تجربې ته په کتو د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست مقام د حکم پربنسټ دیاد وزارت د مسلکي معین په توګه وټاکل شو.

دیادولو وړده، چې لېوال د اروپا او اسیا په نړیوالو سیمینارونو او سمپوز مونوکې ګډون کړی او هلته یې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه په انګلیسي ژبه ګڼ شمېرکنفرانسونه ورکړي دي.

  • د جاپان دهو کایدو پوهنتون د اروپا او اسیا په نړیوال سمپوزیم کې ګډون.
  • په ۲۰۰۹ م کې د جاپان هېواد د اوساکا پوهنتون په سیمینار کې ګډون.
  • په ۲۰۰۹ م کې دمسکو په سیمه ییز کنفرانس او دمسکو ( روسیې) په نړیوال کنفرانس کې ګډون.
  • په ۲۰۰۹ م کې د ( افغانستان زموږ کور او زموږ راتلونکې) ترسرلیک لاندې د ( لندن – انګلستان ) په نړیوال کنفرانس کې ګډون.
  • په ۲۰۰۸ م کې ( افغانستان او د اسیا مرکزي سیمه) ترسرلیک لاندې د ( دوشنبې – تاجکستان) په نړیوال کنفرانس کې ګډون.
  • په ۲۰۰۸ م کې د ( دیموکراسۍ او ګډوفعالیتونو دثبات او امکاناتو) ترسرلیک لاندی د ( باکو- ازربایجان) په نړیوال کنفرانس کې ګډون.
  • په ۲۰۰۸ م کال کې ( دافغانستان د نوي جوړیدو بهیر) ترسرلیک لاندې دجواهر لعل نهرو پوهنتون په سیمه ییز کنفرانس کې ګډون.
  • د ( ورېښمو د نوې لارې دبیارغونې) ترسرلیک لاندې دکشمیر پوهنتون ( دهند سرنیګر) په نړیوال سیمینار کې ګډون.
  • د ( سهیلي اسیا د سولې لپاره د تدریسي پروګرام د چمتو کولو) ترسرلیک لاندې پروګرام کې چې د ډهلي په اسلامي پوهنتون کې جوړ شوی ؤ ګډون.
  • ( په افغانستان کې دحکومت جوړونې او سیاسي ترینګلتیا) ترسرلیک لاندې پروګرام کې، چې د هند په اسلامي پوهنتون کې جوړ شوی و ګډون.
  • ( په اسیا او اروپا کې د ناټو پراختیا) ترسرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ، چې په ( تهران- ایران) کې جوړشوی ؤ ګډون.
  • ( په جنوبي اسیا کې دسولې لار جوړولو) ترسرلیک لاندې نړیوال سیمه ییز کنفرانس ، چې په دهلي- هند کې جوړشوی ؤ ګډون.
  • په ۲۰۰۷ او ۲۰۰۹ د هند ، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سولې په کنفرانس کې چې په دهلي- هند کې جوړ شوی ؤ ګډون.

پریادو کنفرانسونو سربېره یې په افغانستان کې هم له ۲۵ ډېر کنفرانسونه جوړ او یایې د جوړېدو غړیتوب درلود.

  • په ۲۰۱۰ م کې د استانبول – ترکیې د ( سیمه ییزې عملي همکارۍ) په کنفرانس کې ګډون.
  • په الماتا – قزاقستان کې د شانکهای په علمي  کنفرانس کې ګډون.