د ښاغلي ننګیالي قلاتوال ژوند لیک

ننګیالی قلاتوال د عبدالقادر قلاتوال زوی په (۱۳۶۴ ل، ل) کال د زابل ولایت د مرکز قلات ښار په یوه دینداره کورنۍ کې زېږېدلی دی.

لومړنۍ زده کړې یې په مرکز قلات کې او د بکلوریا په کچه زده کړې یې د کابل په اماني لېسه کې تر سره کړې دي او په ۱۳۸۴کال کې له همدې لېسې فارغ شوی دی.

ښاغلي قلاتوال د لیسانس په کچه زده کړې له هیواده بهر کړې دي او په هندوستان هیواد  کې  یې ژورنالیزم پوهنځی لوستی دی.

ننګیالي قلاتوال په شمشاد او اریانا ټلویزیونونو او یو شمېر نورو رسنیو کې د خپرونود پریودیوسر او ویاند په توګه دندې ترسره کړې دي.

 محترم قلاتوال له ګڼو رسنیو سره تر کار کولو وروسته د عامې روغتیا وزارت د رسنیو د همغږۍ د مسوول په توګه وظیفه تر سره کړې ده.

ښاغلی له ۱۳۸۸ تر ۱۳۹۲کاله پورې د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د ویاند په توګه پاتی شوی دی.

او یوه څه وخت ور ته د همدې وزارت د مطبوعاتو د ریاست سرپرستي هم ور په غاړه وه.

ننګیالی قلاتوال له ۱۳۹۲کال تر دې دمه د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د څارنې معنیت د معین په توګه دنده پر مخ وړي او په خپلو چارو کې بریالی دی، چې هېواد او خلکوته د خدمت په لاره کې ورته د لا بریاوو هیله کوو.