د سرحدو نو د څېړنې معینیت

د سرحدونو د څېړلو، فني او مسلکي معینیت د  سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت په تشکیل کې د پولو د ساتلو، سلامتیا او څېړلو په موخه جوړ شوی دی، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کاري لوري پر بنسټ کار او فعالیت کوي .د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا  او سرحدي پولو ساتنه د هېواد د هر وګړي او خلکو سپېڅلې دنده ده.

د سرحدونو د څېړلو فني او مسلکي معینیت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم او اساسي معینیت دی، چې قرارګاه یې په مرکز او کاري ا مریتونه یې په شپږو لاندنیو لوریو کې دنده ترسره کوي.

ختیځ لوری  په ننګرهار ولایت کې.

جنوب ختیځ لوری په پکتیا ولایت کې.

سويل لوری  په کندهار ولایت کې .

لوېدیځ لوری په هرات ولایت کې.

شمال لوری په بلخ ولایت کې .

او شمال ختیځ لوری په تخار ولایت کې موقعیت لري.

د یادو شویو کاري لوریو دنده د اغېزناکو امکاناتو په پام کې نیولو سره د سرحدونو ډاډمنه او پر له پسې ساتنه  او امنیت.

د پولو په ساتلو کې د سرحدي قومونو اتحاد او ملي یووالی د څېړلو د فني او مسلکي معینیت د کاري لوري برخه تشکیلوي.

د سرحدونو، د څېړلو په فني او مسلکي معینیت کې ماهر، تجربه لرونکي او په کار پوه افسران د پورتنیو موخو د تحقق لپاره چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د کاري لوریو او غوښتنو د لومړیتوبونو په سر کې قرار لري، کارکوي.

دا معنیت دنده لري، چې د سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت د ستراتیژۍ  پر اساس د هېواد د سرحدونو ستونزې وڅېړي.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدي څېړنو د مرستیال لنډه پېژندنه

ښاغلی ډاکترمحمد اصف قاضي زاده د ارواښاد قاضي محمد د ین زوی د ننګرهار ولایت د شېرزادو ولسوالۍ د ګندمک د قاضیانو کلي اوسیدونکی دی،په ۱۳۳۶ لمریز کال یې په یوه درنه ،علمي او دینداره کورنۍ کې سترګې دنیاته غړولي.

 لومړنۍ زده کړې یې په شپږ کلنۍ کې د ګندمک او ها شمخېلو په لومړني ښوونځي کې پیل کړې او له هغې وروسته یې منځنۍ زده کړې په ۱۳۵۳ لمریز کال د سره رود ولسوالۍ د فقر الله په لېسه کې پای ته ورسولې او له نو موړې لیسې څخه د لومړۍ درجې په اخېستلو له دولسم ټولګي فارغ شو.

ښاغلي قاضي زاده په ۱۳۵۳ لمریز کال کې د کانکور ازموینې له لارې د  کابل پوهنتون ویترنرۍ پوهنځي ته لار وموندله، خو زده کړې یې په هېواد د سرولښکرو د یرغل له کبله نیمګړې پاتې شوې،چې په ۱۳۸۲ لمریز کال کې یې دغه نیمګرتیا د ننګرهار په پوهنتون کې د پاتو لوړو زده کړو په ترسره کولو سره ډکه کړه.او په بریالیتوب یې د لسانس تر کچې زده کړه سرته ورسوله.

نوموړی په ۱۳۵۸ لمریز کال کې له خپلې کورنۍ سره ګاونډي هېواد پاکستان ته مهاجر شو. او د سرو لښکرو پر وړاندې د جهاد تاوده سنګر ته راودانګل او خپل اسلامي، دیني او ملي رسالت یې د شېرزادو په سیمه همدارنګه د تورغر په لمنو کې د عمومي محاذ د یو تکړه او وتلي قوماندان په توګه د خپلو نورو وروڼو او د سنګر له ملګرو سره مسولانه پرمخ یووړ.

د افغانستان د خلکو د برحق جهاد له بري وروسته په ۱۳۷۱ لمریز کال کې د ننګرهار ولایت د جهادي شورا غړی شو ،د وخت د جمهور رئیس ښاغلي صبغت الله مجدي لخوا د تورنجنرالۍ په فوق العاده رتبه وویاړل شو،چې بیا وروسته یې تر ۱۳۷۵ لمریز کال پورې د ننګرهار کانال درئیس او مرستیال والي په توګه دندې درلودلې،چې په بریالۍ اوغوره توګه يې ترسره کړې او د شخصیت د نورو ځانګړنو تر څنګ یې د یو قومي او ټولنیز شخصیت په توګه د خلکو تر منځ د یووالي، شخړو د حل او سوله ییزې فضا درامنځته کولو هڅې هم پخپل ورځني ژوند کې له پامه نه دي غورځولي.

ښاغلی محمد اصف قاضي زاده د پخواني ولسمشر حامد کرزي د ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې یو ځل بیا په ۱۳۸۱لمریز کال کې د ننګرهار کانال د رئیس په توګه وټاکل شو ، او هم یې د ولایت د معاونیت  چارې سرته ورسولې ،چې له یادې دندې یې په ۱۳۸۶ لمریز کال کې استعفی وکړه،له هغې وروسته یې د ښوونې او روزنې وزارت په انکشافي برخه کې کابو درې کاله دنده تر سره کړه او د ملي یووالي حکومت له منځته راتګ سره د ملي یووالي حکومت د اجرائیه رئیس ښاغلي ډاکتر عبدالله عبدالله د سلا کار په توګه دنده تر سره کوله،چې د مقاماتو د لزوم دید له مخې د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي په میاشت کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د سرحدونو د څېړنو مرستیال په توګه وټاکل شو او خپلې دندې ته دوام ورکوي.

د یادولو وړ ده، چې د موقت حکومت درامنځته کېدو په بېړنۍ، د اساسي قانون د تصویب په لویه ،عنعنوي او مشورتي  یادو څلورو جرګوکې یې غړیتوب درلود.

نوموړي د ۲۰۰۳ په مار چ کې د امریکا متحده ایالاتو ته د ادیانو د پرتلې، ایران او ترکیې ته د کرهڼې او مالدارۍ په اړه سیمینارونوکې دګډون په موخه سفرونه کړي او همداراز یې په کور دننه تر بېلا بېلو سر لیکونو لاندې سیمینارونو او ورکشاپونو کې ګډون کړی دی.

تلپاتې سوله ،، اسلامي ورورګلوي،سمسور، خپلواک او پخپلو پښوولاړ افغانستان یې یوازینۍ هیله ده.