د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري معین ښاغلي محمد احسان "احسان" لنډ ژوند لیک

ښاغلی محمد احسان "احسان" د ښاغلي عبدالصمد خان زوی او د ښاغلي عبدالحبیب خان لمسۍ دی، چې په ۱۳۴۲ ه ل کال د لړم د میاشتې په دیارلسمه نېټه په یوې روڼ آنده او دینداره کورنۍ کې د کندهار په شپږمې ناحیې پورې اړوند د ګل محمد خان قلعچه کې زېږېدلی دی.

ښاغلي محمد احسان "احسان" خپلی لومړنۍ زده کړې  له ۱۳۴۸  څخه تر ۱۳۵۳ هجري لمریز کال پورې د فاضل کندهار منځني ښوونځي له ۱۳۵۴ څخه تر ۱۳۵۷ هجري لمریز کال پورې په غازي ایوب خان لیسه او بیا وروسته یې په  ۱۳۵۸ ه ل کال کې د احمدشاه بابا  په عالی لیسه کې تر یوولسم ټولګي پورې ترسره کړي دي . نوموړي په ۱۳۵۹ه . ل کال  کې پاکستان ته هجرت وکړ، چې په ۱۳۶۰ کال کی د لوړو زده کړو د ترسره کولو په موخه جرمنی ته ولاړ  او په دغه هېواد کې له منل کېدو سره سم اپه ۱۹۸۲ میلادي کال کې  د جرمني ژبې کورس پيل کړ. او په ۱۹۸۳ م کال کې له یاد کورس څخه فارغ شو . نوموړي له ۱۹۸۳ کال ورسته د ( Hannover Nienburg) ښارکی ( Fachhochschule) پولیتخنیک ولوست، چې له نوموړي پولېتخنیک څخه د بریښنا په رشته کی د لېسانس په کچه فارغ شو  او هېواد ته راستون شو له راستنېدو سره سم  بېرته پاکستان ته ولاړ  او له هغه ځایه یې په جاپان سنګارپور، دبی او پاکستان کې سوداګري پيل کړه.

ښاغلي احسان په ۱۳۸۴ ه ل کال کې د خلکو په ملاتړ او غوښتنه ځان د کندهار ولایتی شورا ته نوماند کړ، چې داکثریت رایو په ترلاسه کولو سره بریالی شو. نوموړۍ د ولایتي شورا په دویمې دورې ټاکنو کې  هم بریالیتوب تر لاسه کړ. چې  نهه کاله یې د ولایتي شوار  مرستیال او یونیم کال د ولایتې شورا د ریس په توګه  خپلی دندې  ته دوام او خلکو ته یی زیات او غوره خدمتونه وړاندې کړل.

همدا راز ښاغلی احسان په ۱۳۹۱ ه ل کال کې د وادي هلمند د لوړو زده کړو په خصوصي پوهنتون کی لوړی زده کړی پیل او په ۱۳۹۴ ه ل کال کي یې له همدې پوهنتون څخه د حقوقو پوهنځی د ډېپلوماسی په رشته کې په لوړو نمرو سره ډېپلوم ترلاسه کړ.

نوموړی په ملي ژبو پښتو او دری  سربېره په جرمني اردو او انګلیسي ژبو هم خبرې  کولای شي.

ښاغلی احسان ته، په خپلو بېلابېلو کاري  دورو  کې د ولایتي جرګې او د هغې اړیکې، اداري اساسي مهارتونو، کاري پلان، د معلوماتو راټولولو، د غونډو مدیریت او د افغانستان له ملي بودجې سره بلدتیا ترعنوانو لاندي ورکشاپونو کی د ګډون او بریالیتوب له امله د افغانستان د سیمه ییزې حکومتولی د ملاتړ پروژې له خوا د بریالیتوب ستاینلیکونه ورکړل شوي دي.

لنډه دا چی نوموړی د افغانستان د ملکیت د قانون په ورکشاپ کی د بریالی ګډون له امله د ملګرو ملتونو د کړوالو چارو د عالی کمیشنرۍ ، د ولایتی شوراګانو غړو لپاره د پیژند ګلوئ پروګرام تر عنوان لاندی په اغیزمن ورکشاپ کې د ګډون لپاره د ملي د موکراتیک انستیتوت ، د ښه مشرتابه، د ولایتي شورا او ادارو ترمنځ د ښې همغږی، له ولس سره دښو اړیکو دساتلو او د هېواد په کچه د ستونزو د هوارولو له امله د امریکا د متحده ایالاتو د سفارت له خوا په تقدیر لیکونه ویاړل شوی دی.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونود خپلواکې ادارې د پالیسۍ او تخنیکي معینیت د سیمه ییزو شوراګانو د چارو سمون لوی ریاست له خوا په دې شرحه ستاینک:

ښاغلی محمد احسان احسان ته تحسین نامه چې په ولایتي شورا کې د خلکو د استازي په توګه یې څلور کاله  په بریالیتوب او له لاستنه راوړنو څخه ډکه دنده ترسره کړې او د ولایتي لومړېتوبونو په پېژندلو، انکشافي پروګرامونو په پلي کولو د خلکو او دولت ترمنځ د اړیکو ټینګولو او ولایتي ادارې ته په اغېزمنو سلا مشورو ورکو لو او د هغو د څارنو په  برخو کې مو د پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي. د سیمه ییزو  ارګانونو د ادارې له خوا د مثبتو کړنو او غوره اجرااتو د ترسره کولو امله په دې ستاینلیک وویاړل شوئ.
ښاغلي احسان ته دغه راز  د افغانستان د بشر د حقوقو  سازمان له خواد د ښې حکومتولۍ  پنځه ورځني ورکشاد ګډون او په بریالیتوب سره ددغه ورکشاپ د بشپړېدو له امله ددغه سازمان له خوا په ستاینلک ویاړل شوی دی.

اوس مهال نوموړی د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور ریس د حکم پر بنسټ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مالي او اداري معین په توګه ټاکل شوی او په ډېره کمه موده کې په دې توانېدلې، چې د وزارت په مدیریتي او تخنیکي برخو کې د اغېزمنو ګامونو په اوچتولو سره مثبت بدلون راولي . نوموړی د وزارت لپاره  ښه اصلاحي، روزنیز  او ګټور پلانونه او طرحې لري، چې په عملی کېدو سره به یې  د وزارت د کارکوونکو د کاري وړتیا لوړه شي، چې له امله به یې هېوادوالوته زیات او اغیزمن خدمتونه وړاندې او تر یوې زیاتې اندازې پورې به د اداري فساد مخنیوی وشي.

د یادونې وړ ده : چې د سرحدونو او قبایلو چارو مالي او اداري معین ښاغلي محمد احسان احسان په خپلو تېرو کاري دورو کې د سولې او ملي یووالي په ټېنګښت کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې او د یو ولسي او قومي مشر په توګه یې  د ولسونو زیاتې ستونزې او خپل منځي شخړې په کمه موده کې  هوارې او خلک یې تل اتفاق، اتحاد، ملي یووالي او له خپل مشروع نظام څخه ملاتړ ته رابللي.
ښاغلي احسان په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې هم د یو مجرب شخص په توګه عمل او له ځانه وړتیا ښودلې او په بېلابېلو فرهنګي، مدني، ټولنیزو او سیاسي غونډو کې یې ګډون او خپل
ګټور نظریات یې شریک کړي دي.
نوموړی دغه راز زیات فرهنګي او سیاسي کتابونه مطالعه او  ور سره زیاته مینه لري.