د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت

 

د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معینیت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت یو مهم معینیت دي، چې په مرکز او ولایتونو کې د قومونو او قبایلو تر منځ د جرګو جوړولو له لارې د دوی ستونزې اواروي، ورور ګلوي او یووالي ته یې را بولي.

 د دې معینیت  مهمې دندې په لاندې ډول دي:

د ملي موخو تر لاسه کولو لپاره د قومونو او قبایلو تر منځ  یووالی.

د ملي یووالي او سوله ییزې فضا د رامنځته کولو لپاره د قومونو او قبایلو هر اړخیزه پېژندنه او تحلیل.

 د قومونو او قبایلو تر منځ د ملي یووالي د ټینګښت په اړه د دولت د اساسي موخو د توضیح او تشریح  لپاره  د سرحدونو او قبایلو چارو  وزارت له پلان سره سم د جرګو جوړول.

د دولت مثبتو پالیسیو ته د قومونو او قبایلو نږدې کول.

د سولې او  امنیت د تامین په اړه د حکومت له  فعالې خطې مشې څخه د قومونو او قبایلو د عامه ذهنیتونو روښانول.

د جرګو له لارې د قومونو او قبایلو تر منځ د سولې د مذاکراتو لړۍ جاري ساتل.

 د ملي وحدت دټینګښت د یوې وسیلې په توګه د قومي شورا ګانو جوړول.

 

 د سرحدي او سرحد ته څېرمه قومونو، قبایلو او دولت تر منځ د همغږۍ او مرستې په موخه د لیدنو کتنو د ترسره کولو اسانتیاوې برابرول.

  د ملي او سیاسي موخو د لاس ته راوړلو په موخه د دولت ارګانونو ته سالمې مشورې ورکول.

  د سرحدي قومونو او قبایلو د ټولنیزو، سیاسي او نظامي حالاتو شننه او مطالعه او د دولت له ګڼ شمېر ملي او امنیتي ارګانونو سره همغږي او هغوی ته د اغېزناکو کاري لورو ورکول.

 د جرګو او قومي شوراګانو له لارې د قومي او سمتي شخړو اوارول.

 په سرحدي سیموکې د دولت د پالیسۍ، فرمانونو، مصوبو او د مقاماتو د لارښوونو او احکامو  پلي کول.

د افغاني ټولنې د سالمې فکري رهبرۍ په برخه کې د مرستې په موخه د عالمانو او پوهو شخصیتونو تشخیصول.

 د تشریفاتو ریاست مېلمستونونو ته د اعاشې او اباطې لپاره د مېلمنو له ثبت او راجستر څخه څارنه او د هغوی ورپېژندل.

  د قبایلي کارتونو ترتیب او تنظیم او مستحقو کسانو ته د کارتونو وېشل.

  د قومي شورا ګانو ثبت او راجسترول.

 په پرله پسې توګه د دویمو واحدونو د کاري لوریو رپوټ اخستل.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو دهمغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزی ژوند لیک

حاجی محمد یعقوب احمدزی دحاجی محمد سلیمان خان زوی په 1341 ل کال کې دلوګرولایت د محمد آغې ولسوالۍ دسرخاب کلي په یوه مسلمانه او دینداره کورنۍ کې زیږدلی دی.

لومړنۍ زده کړې دچهاردهی په منځنی ښوونځي اومنځنی زده کړې یې په بریالۍ توګه دجیبی په لیسه کې سرته ورسولې.

دا چې نوموړی په یوه مبارزه کورنۍ کې دنیاته راغلی ؤ پلاراومشران ورونه یې د هېواد دسیاسی فعالینوله جملې څخه شمیرل کیدل له همدې امله دنوموړی دری ورونه د 1357 ل کال کوتاه وروسته دکمونستی رژیم لخوا ونیول شول اوزندانیان شول او وروسته په شهادت ورسیدل . نوموړی دخپلې کورنۍ سره پاکستان ته مهاجرشو او هلته یې سیاسی اوجهادی فعالیتون پيل وکړ . په 1360 ل کال کې د وخت څخه په ګټي اخستنی سره دلوړو زده کړو دپوره کولو په موخه دسعودی هېواد ته ولاړ او د ریاض پوهنتون دژبواو ادبیاتو په پوهنځي کې شامل شو.

وروسته دڅلوروکلونو د نوموړی يوهنتون څخه فارغ اودهجرت کلی ته راوګرځید دهجرت کلی ته د رسیدوسره سمی یې دګران هېواد دخپلواکۍ او دشورویانو دمنګلوڅخه یې دژغورلولپاره سیاسی اوجهادی فعالیتونه اونه ستړی کیدونکی مبارزی ډګرته ودانګل اوشپه او ورځ یې هڅی وکړی چې دستونزوسره سره دجبهو او دافغانستان دبیلابیلو جهادی تنظیمونوسره اړیکی ټینګی اوفعالیت وکړی دمجاهدینودلیکودپياوړتیا اویووالی لپاره یې مبارزه وکړه اوپه دغه لارکې ډیرې بریاوی په برخه شوی . چې په پایله کې د افغانستان مسلمان ملت جهاد بریالیتوب ته ورسید. اودمجاهدینوسره بریالۍ کابل ته را ننوت . دخپل شتون سره یې په کابل کې په پوره مسولیت دسولې اوملی یووالی دټینګښت لپاره دسولې دشورا په جوړیدو وتوانیدو او ښکیلو خواووسره یې مزاکری پیل کړی ترڅوتریوی کچی دکورنیو جنګونومخه ونیسی ، همدارنګه په 1373 ل کال کې دافغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس دفرمان له مخی دافسوتر ترانزیتی عمومی شرکت د ریس په توګه وټاکل شو. وروسته له دووکالونوبریالۍ دندی په 1375 ل کال کې دطالبانو د واکمنی په دوره کې یوځل بیا هجرت ته اړشو . کابل یې پریښود او دمقاومت په جبهه کې شامل شو.

دطالبانو رژیم له ماتیدو وروسته بیا کابل ته راغی او د وخت دجمهورریس لخوا په پخوانۍ دنده د افسوتر دریس په توګه وګمارل شو.

په 1381 ل کال کې دجمهوری ریاست مقام لازمه وګڼله چې نوموړی د سپکوصنایعو وزارت دتخنیکی اوطبی متممو موادو د رئیس په توګه وټاکې چې اوه میاشتی یې په صداقت دنده ترسره کړه .

داچې نوموړی یوقومی شخصیت ؤ او دقومونوپه منځ کې دښه نوم اوباورڅخه برخمن ؤ . اودقومونو په منځ کې دکارکولو لپاره اغیزناک ؤ له همدی امله په 1381 ل کال کې دسرحدونو، قومونواوقبایلوچارووزارت په وړاندیز او دجمهوری ریاست دمقام په منظوری دسرحدونوقومونواوقبایلوچارو وزارت دشمال شرق زون د ریس په توګه وټاکل شو. نوموړی دهېواد دقومونوترمنځ دیووالی اوسولې دټینګښت لپاره ډيری هلی ځلی وکړی چې دخپلوګټورو او اغیزناکو فعالیتونو له امله وروسته ددغه وزارت د ولایتونود اړیکود ریس په توګه وګمارل شو.

داچې دسرحدونوقومونواوقبایلو چارو وزارت رهبری پلاوی دهېواد دبیلابیلو قومونوپه منځ کې دده دسترګولیدلو فعالیتونو اوګټورو خدمتونوڅخه پوره پوره خبراومعلومات درلودل له همدی امله ، دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت په وړاندیزاو دافغانستان د اسلامی دولت دجمهوری ریاست عالی مقام په منظوری په 1386 ل کال کې ددغه وزارت دجرګه او قبایلو دهمغږۍ دمعین په توګه وټاکل شو. چې تراوسه په دغه پست کې کارکوی. تراوسه پوری دخپلوهڅوکاراوفعالیت له امله دښاغلی جمهورریس لخوا دوه ځلی په لومړۍ درجی تقدیرنامی ، څو دریمه درجو تقدیرنامو اوڅوځلی دمسولومقاماتولخوا په مکافاتو ویاړل شوی دی ښاغلی احمدزی دعالی مدیریت ترڅنګ یوتکړه اوپیاوړی لیکوال اوشاعرهم دی چې ګڼ شمیردینی او ادبی مقالی مضامین اوشعرونه یې دهېواد په بیلابیلو جریدو اومجلودهغی جملی څخه دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت دچاپی خپرونو له لاری چاپ اوخپاره شوی دی.

دلوی اوبخښونکی خدای ج څخه ده ته دهېواد اوخلکودخدمت په لارکې دلابریالیتوبونه غواړو.