مسلکي معنیت

 مسلکي معینیت تر دې مخکې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په تشکیل کې د سیاسي معینیت په نوم خپلې ورسپارل شوې دندې پر مخ وړې، چې په دې وروستیو کې د مسلکي معینیت په نوم ونومول شو. د پلان او پالیسي ریاست، د ښوونې او روزنې ریاست، دتحقیق او مطالعاتو ریاست او د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست هغه څلور ریاستونه دي، چې د مسلکي معنیت تر رهبرۍ لاندې خپلې چارې تنظیموي. مسلکي معینیت د یوه مهم معنیت په توګه له لایحې سره سم د اساسي قانون په رڼا کې د وزارت د پالیسۍ او ستراتیژۍ پر بنسټ لاندې دندې پر مخ وړي. په مسلکي معینیت پورې اړونده د ټولو چارو اداره کول، پلان جوړونه، رهبري او کنټرول. د وزارت د ستراتیژیکې پالیسۍ د طرحې لپاره د اسانتیاوو برابرول. د مسلکي معینیت د ټولو چارو د کاري لوریو او وزارت د نورو چارو په اړه د وزارت له مشرتابه سره مشوره. د وزارت د ستراتیژیکو او مهمو لومړیتوبونو ځانګړي کول او ټاکل. د وزارت د پالیسۍ پلي کول او د چارو د ښه والي په موخه د ځانګړو وړاندیزونو وړاندې کول. په لوړه کچه د پالیسیو له پلي کولو څخه نظارت کول. د اړوند ریاستونو له خوا د چارو همغږي او انسجام. د وزارت اړوند دری ګونو لېسو د تدریسي او لوژستیکي چارو تنظیم او رهبري. د وزارت له لومړیتوبونو سره سم د څومره والي او څرنګوالي د شاخصونو او معیارونو پراختیا. د هغو څېړنیزو او علمي پروژو تحلیل او ارزونه، چې د تحقیق او مطالعاتو ریاست د څېړونکو له خوا تیاریږي. د هېواد د سرحدونو په برخه کې د ځانګړې پالیسۍ طرحه او پلي کول. د پراختیا یي پروژو د چارو تنظیم. د وزارت د خپرونو ترتیب او تنظیم. د وزارت د مشرتابه په مهمو پرېکړو کې برخه اخستل.


د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي لنډ ژوند لیک

ډاکتر فریدون بارکزی د ارواښاد الحاج انجنیرعبدالحکیم بارکزي زوی د ۱۳۵۰ لمریزکال د لړم (عقرب) میاشتې په پنځلسمه نېټه د فراه ولایت د نوده کلي په یوه منوره او دینداره کورنۍ کی زېږېدلی دی.

د پلار او مور په شمول یې د نوده ټول بارکزي په اصل کې د شاهو نیکه اولاده او د ګرشګ د زمبلي اوسیدونکي دي، چې له هلمند څخه بیا فراه او نیمروز ته کډه شویدي او د ګرشګ د مخور او نامور شخصیت ارواښاد حاجي قادر خان اکا تربورونه دي.

ډاکتر فریدون بارکزی په ۱۳۵۵لمریز کال کې د کندهار شاه حسین هوتک ښوونځي ته شامل شو، دا چې یو ذکي او هوښیار زده کوونکی وو، نو د لومړي ټولګي کتابونه یی په شلو ورځو کې خلاص اونور دوه ټولګي یې هم د سویي په ازموینو پای ته ورسول او په څوارلس نیم کلنۍ کې له دولسم ټولګي څخه اولنمره فارغ او د طب په رشته کې د جرمني بورس ته کاندید شو، خو د عمر دکموالي له کبله له بورس څخه پاتې او د کابل دولتي طب انستیتوت معالجوي څانګې ته شامل او په کال ۱۳۷۱ کې له طب فاکولتې څخه عمومي اولنمره فارغ شو او همدا اوس يې په نړیوالو اړیکو کې ماستري جریان لري.

د تحصیل په دوره کې کله، چې په څلورم صنف کې وو د طبي کلینیکي میتودونو په نامه یې یو مهم کتاب هم له انګریزي ژبې څخه په پښتو ژبه ترجمه کړ، چې د انسټیتوټ د علمي بورد لخوا  له ارزیابۍ وروسته  په ۱۳۶۷ کال کې چاپ ته ورسېد.

ښاغلی بارکزی څه موده د طبي علومو په اکاډیمي کې د داخلي ډاکتر او دطب پوهنځي داستاد په حیث دنده لرله، چې د یو زړه سوانده ډاکټر په توګه یې  له مراجعینو او همدا راز له زده کوونکو سره له ښه سلوک څخه کار اخیست، نوموړي دکورنیو جګړو پر مهال، چې د کابل ډېرۍ سیمې ورانې شوې په کابل کې حضور درلود.

وروسته بیا د ننګرهار د بې پولو ډاکترانو له موسسې سره د منیجر په حیث دنده لرله ورپسې دا چې ډاکتر صاحب دادارې او منجمنټ دیپلوم هم لري  تر  کال ۱۳۸۱پورې په هېواد  دننه او بهر سیاسي او تجارتي مصروفیتونه درلودل.

ډاکتر فریدون بارکزی په پښتو ، دری ، اردو ، انګلیسي، ترکي او روسي ژبو بشپړ حاکمیت لري.مدني فعالیتونه یې هم له پامه نه دي غورځولي ، په دې برخه کې هم د بارک دملي یواالي د بنیاد له موسسینو څخه شمېرل کېږي، چې له اتو کلونو راهیسې د یاد بنیاد انتخابي مشر پاتې شوې دی اوله کلونو راهېسې د هېواد د یو خدمتګار په توګه د ملي یووالي او په هېواد کې د ورورولۍ او عدالت د پیاوړتیا او ټینګښت لپاره هلې ځلې کوي.

دسرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي د هېواد دننه او بهر په بېلا بېلو ملي، ټولنیزو او سیاسي سیمینارونو او ورکشاپونوکې برخه اخیستې او زیاتو اروپایي او اسیایي هېوادونو ته یې کاري سفرونه کړي دي، چې تر لاسه کړې تجربې له همکارانو سره د شریکولو تر څنګ د چارو د سمون، اصلاح او پرمختګ په برخو کې کاروي او د مثبت بدلون هیله من دی.

د یادونې وړ  ده، چې ښاغلی بارکزې  د سولې او ملي یووالي په ټېنګښت کې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې او د یو پياوړي ولسي او قومي مشر په توګه یې  د ولسونو زیاتې ستونزې او خپل منځي اختلافات هوار او خلک یې تل اتفاق، اتحاد او ملي یووالي او له خپل مشروع نظام څخه ملاتړ ته رابللي.
ښاغلي بارکزی په ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي برخو کې هم د یو مجرب شخص په توګه عمل او له ځانه وړتیا ښودلې او په بېلابېلو فرهنګي، مدني، ټولنیزو او سیاسي غونډو کې یې ګډون او خپل
ګټور نظریات یې شریک کړي دي.
نوموړی له مطالعې سره بې سارې مینه لري، هېڅکله وزګار نه وي او په غېر رسمي وخت  کې  بېلابېل فرهنګي ، سیاسي او نورکتابونه مطالعه کوي او همداراز ګڼشمېر مقالې او آثار یې د هېواد په بېلابېلو ورځپاڼو ، مجلو او جرېدو کې چاپ شوي دي.

ښاغلی بارکزی د ۱۳۹۷ لمریز کال د غویي میاشتې پر۴ د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په وړاندیز، دافغانستان د اسلامي جمهوریت، د جمهور رئیس جلالتماب محمد اشرف غني د حکم پر اساس په دغه وزارت کې د مسلکي معین په توګه د یوې درنې غونډې په ترڅ کې کارکوونکو ته معرفي او پر دنده یې پیل وکړ، نوموړی دولتي مقام امتیاز نه، بلکې هېواد او خلکو ته د خدمت په لار کې یو ستر مسولیت ګڼي، هیله یې همدا ده، چې وکولای شي خپل ولس ته د ښه او غوره خدمت جوګه شي.د وزارت مشرتابه تر څنګ هڅه کوي، چې د وزارت اړوند لیسو زر ګونوزده کوونکو ته د زده کړې په برخه کې اسانتیا وې رامنځته کړي همدا رازد اداري او تدریسي روان بهیر څخه د کتنې پر مهال کارکوونکي او مسولین په دندو کې نوښت او خوځښت ته رابولي.

 

ډاکتر صاحب درې زامن (میوند بارکزی، سباوون بارکزی او باتور باکرزی) او دوې لوڼې (موسکا بارکزۍ او لېمه بارکزۍ) لري.

انـــــځورونه