د سرحدونواوقبایلوچارو وزارت د مالی او اداری معین ښاغلي سید احمد حقبین ژوند لیک

ښاغلی سید احمد حقبین دحاجی میرعلم زوی په 1331 لمریزکال کې دکاپیسا ولایت د کوهستان دلومړۍ برخې ولسوالۍ د سنګلاخ اشترا ګرام کوڅې په کلي کې په یوه مسلمانه اودینداره کورنۍ کې سترګې دنیاته وغړولې. د دولسم ټولګي ترکچې پورې دغازي میرمسجدي خان په عالي لیسه کې خپلې زده کړې په بریالۍ توګه ترسره ، وروسته د هغه مهال دکانکورازموینې له لارې دعامې روغتیا وزارت په طبی عالی انستتیوت کې شامل شو. اودنوموړی انستیتوت څخه یې دلیسانس معادل د استاذ دیپلوم ترلاسه کړ.

نوموړي په داخل اوخارج د اروپا اوامریکا په هېوادونوکې دکورسونوسیمینارونولنډ مهالو اومنځ مهالو ورکشاپونو له لارې په بیلابیلو برخوکې زده کړه کړی ده.

ښاغلی حقبین د 1352 هـ ش کال له لومړیوڅخه د 1360 هـ ش کال ترلومړیوپورې دهلمند ، ننګرهار اوکابل په ولایتونوکې د دولت په بیلابیلو پوستونوکې په ایمانداری اوصداقت دندې ترسره کړي. وروسته بیا دخپلوخلکودسرلوړۍ اوازادی لپاره په عملی توګه په مقدس جهاد کې شامل شو.

چې دجهاد اومهاجرت پرمهال په ټولنیزو اومصؤنیتی کارونولکه د طب په رشته کې د نرسنګ د روزنیزو کورسونوپه جوړولودلومړنیو مرستو په سرته رسولو دنورو متخصصو اومجربوډاکترانو په همت اومرسته د 1200 تنوفارغینو چې په طبی الاتو وسایلو اودرملوسمبال وه دهېواد بیلابیلو ولایتونوجبهوته په لیږلو بوخت ؤ .

اوهمدارنګه یې دخیریه موسسولکه د افغانستان لپاره دسویدن دکمیته یوناین اید (I-C-R-C) سره داړیکوله لاری په شمالی ولایتونوکې د روغتیایی کلینیکونو او روغتونونو په جوړولوکې فعاله ونډه اخستی اوهمدارنګه یې دجهاد اومهاجرت په دوران کې دکاپیسا په ولایت کې دسویدن دکمیټی په سلسله دعلم اومعارف دپرمختګ لپاره ترشپږم ټولګی پوری دښوونځيو دبنسټ ایښودلو په لارکې دخدمت جوګه شوی دی.

دکاپیسا په ولایت کې دپروتیزیا ( دبدن دمصنوی غړوجوړولو) دستګاه دګل بهاردمعالجی اودرملنې روغتون اوپه پیښورکې دمهاجرینودبیا میشته کیدوپه چاروکې دخیریه موسسو سره همغږی اومرسته کوله وروسته دملی اتل شهید احمد شاه مسعود اوپروفیسوربرهان الدین ربانی لخوا دمجاهدینو داستازی په توګه وګمارل شو. چې په نه ستری کیدونکو کارونوسره یې دمجاهدینواومهاجرینو رضایت ترلاسه کړ.

دمجاهدینوپه استازیتوب یې دهېواد دننه اوبهرپه سیاسی اوټولنیزو ناستوکې فعاله ونډه اخستی چې دهغی له جملې څخه یې دبن په کنفرانس کې غړیتوب احساسیږی .

دمجاهدینودبریا وروسته په 1371 هـ ش  کال کې دکاپیسا ولایت مرستیال وروسته والی او دمقاومت په دوران کې دپروان ، کاپیسا اودکابل شمال دمهاجرینو دسرپرست په توګه دخدمت جوګه شوی دی. نوموړی دموقتی اداری د رامنځ ته کیدوسره دکاپیسا دوالی په توګه مقرراودموقتی ، انتقالی اومنتخب دولت په دوره کې تر1384 کال پورې کارکړی دی وروسته دسرحدونواوقبایلوچارو وزارت د قومونواواداری معینیت دمالی اواداری معینیت په پوستونواو اوس مهال ددغه وزارت دمالی او اداری دمعین په توګه خپل هېواد اوخلکوته په خدمت کولوخپله دنده پرمخ وړی.