د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي لنډه پېژندنه

ښاغلی محمد شفیق ګل آغا شېرزی د شهید حاجي  عبداللطیف زوی د کندهار ولایت اوسیدونکی دی، چې په ۱۳۳۴ لمریز کال کې په یوې درنې او دینداره  کورنۍ کې زیږېدلی دی، اصلي نوم یې محمد شفیق دی، وروسته بیا د خدمت او مېړانې له کبله د ګل آغا شېرزي په نامه مشهور شوی دی.
ښاغلی شېرزی اته کلن وو ، چې د کندهار ولایت په مشرقي لېسه کې شامل او د ښوونځي له فراغته وروسته د کندهار دارالمعلمین ته بریالی شو، شېرزي صاحب همدارنګه د الخیر په پوهنتون کې د اقتصاد په څانګه کې د لېسانس تر کچې زده کړې ترسره کړي دي.
ښاغلي ګل اغا شېرزي ۱۳۵۲-۱۳۵۷ کلونو کې د کندهار ولایت په مستوفیت او وروسته هم په سپین بولدک ولسوالۍ کې ماموریت ترسره کړی دی او په کال ۱۳۵۸ کې د روسانو له تېرې سره سم دخپل اتل پلار حاجي عبداللطیف ، چې د کندهار د زمري لقب یې درلود ترڅنګ، د هېواد او اسلام  د دفاع په موخه د جهاد لیکوته ته داخل او  د ښکېلاک ګرو ځواکونو سره یې مبارزه پیل کړه.
دحاجي بابا په مشرۍ  په جبهه کې شېرزی صاحب په پوره مېړانه مبارزه وکړه  چې په دې لار کې یې  د مور او پلار په شمول  د کورنۍ دېرش تنه غړي په شهادت ورسېدل.
د شهید حاجي عبداللطیف بابا له شهادت وروسته د جهاد قومانده ښاغلي ګل اغا شېرزي ته وسپارل شوه او په دېره مېړانه یې دا جبهه رهبري او په هر ډګر کې یې دښمنانو ته غاښ ماتوونکي ګوزارونه ورکړل.
کله چې مجاهدین بریالي شول، نو ښاغلي شېرزي د ټولو مجاهدینو په خوښه د کندهار د والي په توګه وټاکل شو، چې په دې دوره کې یې هم خپله او هم پر ملګرو په هېواد کې د سمسورتیا، سولې او بیا رغونې غږ وکړاو په کورنیو جګړو او ناخوالو کې یې د مصلح رول ادا کړ، وروسته بیا د کورنیو جګړو پرمهال له ولایته لاس په سر او د هجرت لار یې غوره کړه.
کله چې نړیوالې ټولنې د طالبانو د نظام د نسکورولو په خاطر له افغانانو سره مرسته وکړه، شېرزي صاحب د کندهار د فتحې قومانده په لاس کې واخېسته او د سر به بیه يې کندهار د طالب او القاعدې له منګولو څخه وژغورو او دسهیل لوېدېځې حوزې( کندهار، هلمند، زابل او ارزګان) د تنظیمیه رییس او بیا وروسته د کندهار د والي په توګه په کار پیل وکړ.
په دې دوره کې، چې شاو خوا دوه کاله یې دوام وکړ شاغلي شېرزي د نوي نظام بنسټ کېښود او په سملاسي توګه یې د سولې بهیر پیل او د طالبانو مشران لکه مولانا متوکل، ملا ترابي، ملا عبدالرزاق او نورمشران  یې د سولې له بهیر سره یوځای کړل خو په خواشینې سره چې دی تبدیل او د سولې پروسه نیمګړې پاتې شوه.
په دې دوره کې شېرزي صاحب پوهنې او معارف ته زیاته پاملرنه وکړه چې کولاې شو د نوي پوهنتون د ۱۱ بلاکونو د تعمیرونویادونه وکړو، چې د ده په شخصي لګښت  او د سوداګرو په مرسته جوړ شول، همدارنګه د شیرزي انسټېتوت تر چتر لاندې د کمپیوټرساینس پروګرامونه جوړ شول، چې ۵۰۰۰ نجونې او هلکان تر ننه پورې په کندهار او ننګرهار کې  زده کړې ترسره کوي او مصارف یې شېرزی صاحب ورکوي.
په کندهار کې د شېرزي صاحب راسته راوړنې یو مفصل کتاب ته اړتیا لري خو په لنډه توګه د نوي اداري تعمیرونه، پاخه سړکونه، د نارنج ماڼۍ، چې اوس ولایتي شورا په کې موقعیت لري، بابا صاحب او د خاکرېز پارکونه ، خرقه مبارک او داحمد شا بابا او میرویس نیکه د زیارتونو او منډیګک ماڼۍ بیا رغونه یادولی شو.
ورسته بیا د اساسي قانون  د تصویب په درشل کې شېرزی صاحب لومړني مقتدر والي وو، چې د ملک الطوایفي د ختمولو په خاطریې د مرکزي حکومت امر ته غاړه کېښوده  او په مرکز کې د ښارجوړولو چارو وزیر په توګه پر دنده وګومارل شواو دیوه کال په موده کې یې د ډېرو ښارګوټو بنسټ کېښود او د قصبې ۸۶۰ اپارتمانونه یې مستحقینو ته د شرعي قبالې  په اجرا کولو سره په عادلانه او شفافه توګه مرسته وکړه او همدارازیې د عربي متحده اماراتو په مرسته د معیوبینولپاره ۱۸۰۰ کورونه جوړ کړل.
تر دې وروسته یې د شپږو میاشتو لپاره د فواید عامې وزیر په توګه دنده ترسره کړه او یو پنځه کلن انکشافي پلان یې جوړکړ، چې د کابل ـ کندهارسړک، جوزجان ـ اندخوی او میمنه،  نیمروزـ د لارام، همدارنګه جبل السراج ـ دوشي ، پروان ـ پنجشیراود کابل حلقوي سړک او هغه پلان یې هم جوړ کړ، چې مرکزي بامیان د ټول هېواد د سړکونو سره ونښلول شي دغه راز د پغمان سړک یې په اته ویشتو ورځو کې جوړ او درې کيلومتره اضافي سړک یې هم په هماغه بودجه جوړ کړ، چې د بابای ملت او ولسمشر کرزی له خوا نه  یې  د بلدوزر لقب هم ترلاسه کړ.
په دې وخت کې د کندهار امنیتي وضعیت خراب شو بیا هم شېرزی صاحب د کندهار د والي په توګه وګومارل شو، چې موده یې د یوکال څخه کمه وه.
په ننګرهار کې د مظاهرو او احتجاجونو په ترڅ کې، چې مرګ ژوبله یې درلوده. ښاغلي ګل اغا شېرزی د ننګرهار د والي په توګه وټاکل شو، ده په ننګرهار کې شاو خوا ۹ کاله ولایت وکړ او د زرهاوو میلونو ډالرو مرستو په جلبولو سره یې دغه ولایت په بنسټیزه توګه ورغاوه او د ددغه ولایت  شکل یې په نوي بڼه بدل کړاو ټولو ته جوته ده، چې د ننګرهار عواید یې د اته سوو میلیونو افغانیو څخه زرهاوو میلیونو افغانیو ته لوړ کړل.
په دې  دوره کې ۲۴۶۰ کیلو متره پاخه سړکونه جوړ شول، د کرهڼې په برخه کې د کانال بیارغاول او میلیونو ونو ایښودل شامل دي. په ننګرهار کې  ښایسته تفریحي پارکونه، د ښخو لپاره جلا پارکونه، شېرزی لوبغالی، د ننګرهار ستډیوم، حلقوي سړک، د کرزي د جرګو تالار، د ځوانانو پارک، شېرزی انسټیتوت او په سلهاوو نورې ګټورې پروژې پیل او او تطبیق شوی او د کوکنارو کر کیله هم یوځلې صفر ته راټیټه شوه.
په ۱۳۹۳ کال کې د ولسمشریزو ټاکنو په ترڅ کې نوموړي د ننګرهار له ولایت څخه استعفا ورکړه او جمهوري ریاست ته نوماند شو.

شېرزی صاحب د لویې جرګې ، بن کنفرانس قبرس او روم په پروسو کې فعاله ونډه اخیستې ده او د افغانستان د وزیر محمد اکبرخان عالي دولتي مډال باندې هم ویاړل شوی دی. او همدارنګه شپږ کاله مخکې دآزادۍ راډېو په یوی نظر سنجۍ کې د کال د غوره شخصیت لقب یې هم ترلاسه کړی دی.

د یادونې وړده، چې  دملي یووالي د حکومت په دوره کې که څه هم نوموړي کومه رسمي دنده نه درلوده، خو د ملي یووالي، سولې  او سیاسي ثبات د ټینګښت په شمول يې ګڼې اصلاحي طرحې  له حکومت سره شريکې کړي دي.
اوس مهال شېرزی صاحب د افغانستان د ولسمشر ښاغلي محمد اشرف غني د حکم پر اساس د سرحدونو او قبایلو چارو د وزیر په توګه دنده ترسره کوي چې، د هېودانیو ملي ګټو له په پام کې نېولو سره د ملي یووالي او سولې د ټینګښت، له بېلابېلو قومونو سره د ښو اړیکو د پراختیا په برخو کې هر اړخيزی طرحې او پلانونه ترلاسه لاندې لري.