د کانکور په ازموينه کې د وزارت د اړوندو لېسو د فارغانو بې سارې بريا!

د روان 1398 لمريز کال کانکور په ازموينو کې د وزارت اړوند رحمان بابا او خوشال بابا لېسو فارغان په لوړو نمرو سره بېلابېلو پوهنځيو ته بريالي شوي دي.

چی 61 تنه طب او 81 تنه انجنیری او 52 تنه اقتصاد او 27 تنه حقوقو ته کامیابه شوي او د اته سوه کسانو څخه یوازی شل تنه بی نتیجي دي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل اغا شېرزى او د وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي دغه برياليتوب بى سارى بولي او د لېسو ښوونکو، زده کوونکو، د زده کوونکو کورنيو او ټولو هېوادوالو ته د خپلو مبارکيو او نيکو هيلو مراتب څرګندوي.

دغه راز د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مشرتابه په پام کې لري، چې په کانکور کې د لوړو نمرو بريالي زده کوونکي تقدير او مکافات کړي.

په دې اړه د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مسلکي معين ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزی وايي: موږ د وزارت په اړوندو لېسو کې لا زياتو اصلاحاتو ته ژمن يو! وزارت له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره زيار باسي تر څو د يادو تعليمي مرکزونو زده کوونکو ته د زده کړې مناسب چاپېريال برابر کړي تر څو دوى وکولاى شي هر کال په کانکور کې غوره پايلې تر لاسه کړي او په راتلونکي کې خپلو هېوادوالو ته غوره خدمتونه وړاندې کړي.