د اجرايه رياست له سلاکار سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۲۲ مه نېټه د اجرایه ریاست له سلاکار ښاغلي حاجي عبدالمانع سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د تحقیق او مطالعاتو رئيس ښاغلی جاوید احمد وفا هم حاضر و، دواړو لورو د چارو په ښه والي او نورو د علاقې وړ موضوعګانو بحث او خبرې وکړې.