د دولسمو ټولګيو زده کوونکو د فراغت مراسم.

د سرحدنو او قبایلو چارو وزارت اړوند غازي عبدالله خان اڅکزي لیسې ۶۵ تنه زده کوونکی له دولسم ټولګي څخه فارغ شول.
په هغو مراسمو کې ، چې د سرحدونو او قبایلو چارو د ریس عبدالرازق عابد په نوښت پرځاى شوي ٶ، دولایتي شورا وکیل نعمت الله وفأ، د سپین بولدک ولسوالی د ټولو دولتي ادارو مسؤلینو، د ولسوالي د شوراګانو ریسانو او غړو، ګڼ شمیر قومی مشرانو، د زده کوونکو والدینو او زده کوونکو برخه آخیستي وه.
د سرحدونو او قبایلو چارو ریس عبدالرازق عابد د خپلو خبرو پرمهال فارغ شويو شاګردانو ته د مبارکی ترڅنګ وویل، چې تاسو ته لا نور هم دزده کړو وخت پاته دی او تاسو باید خپل تعليم ته د پوهنتون او ماستری ترکچی ادامه ورکړی.
زه باور لرم که چیری تاسو خپل تعليم ته په بشپړه توګه توجه وکړی، لیسانس او ماستری وکړی نو ستاسو په برکت به دا هیواد او خلک د نړي سره د سیالانو په کتارکې ودریږی.

دغونډی په پاې کی د ښاغلي ریس صاحب لخوا لومړی او دوهم درجه فارغ شوي زده کوونکي، د نظارت امر او یو تن ښوونکی د ملي احساس او د زدهکوونکو سره د زیار او کوښښ پخاطر په ستاینلیکونو ووياړل شول.