د خواشينى او ډاډګېرنې پيغام!

په ژورې خواشينى سره خبر شوم، چې د هېواد او خلکو دښمنانو نن سهار د ننګرهار ولايت د پچير اګام ولسوالى په مربوطاتو کې د واده پر مراسمو وحشيانه ځانمرګې بريد ترسره کړ، چې له امله يې پنځه تنه شهيدان او تر څلويښتو تنو زيات ټپيان شوي دي.
انا لله و انا اليه راجعون
پر ملکي اهدافو بريد پر ټول انسانيت بريد دى، چې هېڅ ډول توجيه نه لري او ددغه شان وحشيانه بريدونو عاملين به هېڅکله هم ونه وبخښل شي.
د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام، مشرتابه او ټول کارکوونکي په داسې حال کې چې دغه وحشيانه او کرغېړن بريد په کلکه غندي، دلوى الله ج له سپېڅلي دربار څخه شهيدانو ته فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا، د شهيدانو کورنيو او ننګرهار ټول پتمن ولس ته د صبر او زغم هيله کوي.

درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير