د لر غونی بلخ ولايت ولسونو له موجوده نظام څخه خپل ملاتر اعلان کر.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د مشرتابه په هڅه د روان کال د چنگاښ د میاشتې په شلمه نېټه د بلخ ولایت مرکز مزار شریف ښار کې د یوی پراخی قومي جرگې په ترڅ کې، چې سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى معين ښاغلي الحاج محمد يعقوب احمدزي، د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو قومي مشرانو دیني عالمانو د ولایت چارواکو، د مدني ټولنو فعالانو د رسنیو استازو او گڼو مېلمنو پکی برخه اخیستی په پیل کی د قرآن مجید څو مبارک ایتونه تلاوت شول.

وروپسی د بلخ ولايت مرستیال والي ښاغلی شجاع الدین شجاع د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت لهم مشرتابه څخه د مننې ترڅنګ په اوسنیو شرایطو کې ددغه شان جرګو د ارزښت په اړه خبری وکری او تولو قومونو ترمنځ یی د ملی یوالی په تینگښت تینگار وکر نوموړي دغه رزا ددغه شان جرګو د دوام غوښتنه وکړه.

ور پسی د جرگو او قبایلو چارو د همغږى معین ښاغلی الحاج محمد یعقوب احمد زي د خپلو خبرو په ترڅ کی په هره قومي غونډ کې د ټولو قومي مشرانو او دینی عالمانو فعال ګډون د ملی یوالي نښه وبلله او له گډونوالو څخه یې غوښتنه وکړه، چې د تېر په څېر د ملی وحدت حکومت له پروگرامونو څخه خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

ښاغلي احمد زي سوله د افغانانو اساسي اړتيا وبلله او د تلپاتې سولې په ټينګښت کې يې د قومي مشرانو رول ټاکوونکى وباله. وی ویل: موږ ژمن یو، چې د خپلو خلکو سره یوځای ګډ کاروکړو، ترڅوله خپل اسلامي دولت او امنیتي ځواکونو څخه د ولسونو په ملاتړ په هېواد کې تلپاتې سوله ټینګښت ومومي. ستاسو درنو مشرانو په جوړه شوې غونډه کې زموږ د ګډون موخه داده، چې ستاسو مشورې واورو او د عظیم الشان قران دارشاداتو سره سم شورا وکړو، ترڅو پرشته ستونزو بریالي شو.

وروسته ګڼو قومی مشرانو په وار سره د خپلو خلکو په استازیتوب د موضوع په اړه خبرې وکړې او له موجوده نظام، د مشورتي لويې جرګې د پرېکړو او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.