د غزني ولسونو له موجوده نظام، مشورتي لويې جرګې د پرېکړو، د افغانانو په مشرۍ د سولې د روانو خبرو او ملي امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

د چارشنبى پہ ورځ د سرطان 19 نيټہ د غزني ولايت د مقام پہ تالار کى د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت لخوا د ياد ولايت د قومونو او ولسونو د مشورتي لويى جرګى له پريکړو ، سولى د روانو خبرو او له امنيتى ارګانونو څخه د ملاتړ غونډہ جوړہ شوه، چې پکى د غزنى والى، د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د جرګو او قبايلي چارو د همغږى ريس ښاغلي الحاج نياز محمد اميري، د ولسمشر سالاکار ، د غزني ولايت د مرکز او ولسواليو ګڼو قومي مشرانو، مخورو، ټولنيزو فعالانو، ځوانانو او ملکي او پوځي چارواکو برخه اخېستې وه.

په دې غونډه کې لومړی د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګواو قبایلي چارو د همغږۍ ریس ښاغلي الحاج نیاز محمد امیري د پروګرام په اړه رڼا واچوله او په اوسنیو شرایطو کې یې د ولسي غونډو او جرګو د ا همیت او دغه راز د سولې او ملي یووالي په ټينګښت کې د قومونو رول مهم وباله.

ورپسې د غزني والي ټول افغانان او قومي مشران اتحاد او اتفاق ته راوبلل وی ویل: قومي مشران کولای شي په خپلو سیمو کې له خپلو قومي ظرفیتونو نه په استفادې سره د سولې ټینګښت لپاره کار وکړي.

په دې جرګه کې بېلابېلو ويناوالو د غزني ښار وروستۍ تروريستي عمل په کلکه وغنده او د موضوع په اړه يې خبرې وکړي.