د ولسي جرګې له غړي سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ مه نېټه په ولسي جرګې کې د بامیانو ولایت د خلکو له له استازي ښاغلي فکور بهشتي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د وزارت یو شمېر رئيسان هم حاضر و، ښاغلي بهشتي د خپلو یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د سولې، ملي یووالي او د امنیت په ټینکښت کې د قومي مشرانو او د خلکو له استازو سره سلامشورې کوي او دوی ته په داسې ملي مسایلو کې برخه او ارزښت ورکوي.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یاد استازي ستونزې پر ځای وبللې وې ویل: په ملي مسایلو کې د قومي مشرانو او د خلکو له استازو سره سلا مشورې مثبتې پایلې لري او په دې برخه کې د دوی پریکړې موږ ته د قدر وړ دي.