د پنځه کلن ستراتیژیک پلان بشپړیدل!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د وزارت پنځه کلن ستراتيژيک پلان د بيا کتنې تخنيکې کمېټې له مشر او غړو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

د یادې کتنې په ترڅ کې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د ستراتیژیک پلان د بیا کتنې د کمېټې د مشر او غړیو هلي ځلې، چې د دغه پلان د بشپړېدو په پار یې وکړې د قدر وړ وبللې او له دوی څخه یې د مننې په ترڅ کې وویل: د دغه پلان سره سم به د وزارت اړوند مرکزي او ولایتي واحدونه د خپلو کاري استقامتونو مطابق خپلې چارې سمبال او مخته ته یوسي همدا راز ښاغلي بارکزي زیاته کړه، چې د دغې کمېټې غړي، چې په ټاکلو وختونو کې یې د کمېټې په غونډو کې ګډون کړی او خپل مسؤلیتونه یې د مقاماتو د لارښوونو مطابق سر ته رسولي دي د وزارت د مقام له به خوا وستایل شي.

په دې غونډه کې د يادې کمېټې مشر ښاغلي حميدالله خېبر د وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د بشپړېدو او څېړلو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې کړل او په دې برخه کې یې د وزارت د مشرتابه له همکارۍ څخه مننه وکړه.