د بلخ له والي سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرگو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي الحاج محمد یعقوب احمدزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۹ مه نېټه د بلخ له والي ښاغلي الحاج محمد اسحاق رهگذر سره د دغه ولایت په مقر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د بلخ د سرحدونو او قبایلو چارو رئیس او د وزارت یو شمېر چارواکې هم حاضرو، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمدزي بلخ ولایت ته د خپل سفر د موخو او په دې ولایت کې د یوې پراخې ولسي جرګې د جوړلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

ورپسې ښاغلي رهګذر د ښاغلي احمدزي په مشرۍ پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او په بېلابېلو برخو کې يې د همکاریو ډاډ ورکړ.