د ولسي جرګې له غړې سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۷ مه نېټه د ولسي جرګې له غړې آغلې پروین درانۍ سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د دفتر رئيس ښاغلی نور آقا ناصري هم حاضر و، اغلې پروین درانۍ د خپلو مؤکلینو یو لړ ستونزې د حل په موخه د ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي سره شریکې کړې.
ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د یادې استازې ستونزې پر ځای وبللې او په دې برخه کې یې د خپلو همکاریو ډاډ څرګند کړ.