د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د خواشينۍ، ډاډګېرنې او غندنې پيغام!

په خواشينى سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد او خلکو دښمنانو نن د غزني ولايت مرکز شامير سيمه کې وحشيانه موټر بم بريد کړې، چې له امله يې د ښوونځي د زده کوونکو په ګډون زموږ يو شمېر بېګناه هېوادوال شهيدان او ټپيان شوي دي.

ترهګر بايد په دې پوه شي, چې ددغه شان وحشيانه عمل په ترسره کولو سره به هېڅکله هم خپلو ناروا او کرغېړنو موخو ته ونه رسېږي, اوس، چې ترهګر زموږ له امنيتي او دفاعي ځواکونو سره د مخامخ جګړې توان نه لري نو ددغه شان وحشيانه بريدونو له لارې زموږ ملکي وګړي او د ښوونځيو زده کوونکي ماشومان شهيدانوي.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي په داسې حال کې، چې دغه اسلامي او انساني ضد عمل په کلکه غندي، د لوى خداى ج له دربار څخه د پېښې شهيدانو ته فردوس جنت ، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او د شهيدانو وارثانو ته جميل صبر هيله کوي.

درنښت
محمد شفيق ګل آغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير