د ارزګان ولایت له قومي مشر سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ میاشتې په ۱۵ مه نېټه د ارزګان ولایت له قومي مشر ښاغلي داد ګل خان سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې دواړو لورو د هېواد په روانو حالاتو او نورو علاقې وړ موضوعګانو بحث او خبرې وکړې او په دې برخه کې یې په ګډو هلو ځلو ټینګار وکړ.