د بغلان ولایت له قومي مشرانو او مخورو سره کتنه!ْ

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن پنجشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۳ مه نېټه د بغلان ولایت د بارکزیو او الکوزیو قومونو له قومي مشرانو او مخورو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزی، د ټولنیزو چارو سلاکار ښاغلی سعید الله سلام، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې او د ولایتونو سره د اړیکو ریاست سرپرست ښاغلی حميد الله خېبر هم حاضر و، راغلو مشرانو د یو لړ سیمه ییزو ستونزو شریکولو ترڅنګ د وزارت هڅې د سولې، ملي یووالي، په خپلو سیمو کې د ملي پروژو پلې کولو او د جرګو او مرکو له لارې د ملي او امنیتي ځواکونو ملاتړ غونډو جوړولو په برخه کې د ستاینې وړ وبللې او د موجوده نظام څخه یې خپل بشپړ ملاتړ څرګند کړ.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د قومي مشرانو او مخورو ستونزې پر ځای وبللې او د یادو قومونو تاریخ، مېړانو او نه ستړي کیدونکو هلو ځلو ته یې په اشارې سره وویل: په افغانستان کې مېشت درانه قومونه سره وروڼه دي او دوی هر یو په خپلو وخت کې د ګران هېواد د ساتلو او دفاع په خاطر یې قربانې ورکړي، د وزارت مشرتابه به هم د قومونو په یووالي، سولې او د امنیت په ټینګښت کې خپلې هلې ځلې ونه سپموي.