د وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان مسودې د بيا کتنې کميټې چارې له نږدې وکتل شوى !

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن له غرمې وروسته له ولايتونو سره د اړيکو او همغږى په رياست کې د ستراتيژيک پلان د بيا کتنې تخنيکې کمېټې له غړو سره د دوى کاري بهير وکوت.

په دې غونډه کې د يادې کمېټې مشر ښاغلي حميدالله خيبر د وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان پر تدوين شوى مسودې باندې د خپلو کړنو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.

وروسته د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي له اړوندو ریسانو او سلاکارانو څخه د مننې په ترڅ کې وویل: چې د بیا کتنې کمیټه دې د منظمو غونډو له لارې دې په هراړخیزه ټوګه د یاد ستراتیژیک پلان مسوده له هره اړخه مطالعه او شته نمیګړتیا وې دې رفع او اړين مواد دې پکې ځاى پر ځاى کړي .