د مشرانو جرګې له سناتور سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن چهارشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ د میاشتې په ۱۲ مه نېټه د مشرانو جرګې له سناتور ښاغلي محمد ولي عليزي سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.

په دې کتنه کې، چې د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې، د ښوونې او روزنې رئيس ښاغلی محمد نبي شهاب او مالي او اداري ریاست سرپرست ښاغلی حمیدالله بارکزی هم حاضر وه، ښاغلي علیزي د خپلو یو لړ سیمه ییزې ستونرو شریکولو ترڅنګ د وزارت له مشرتابه څخه مننه وکړه، چې د نا امنو سیمو ځوانانو ته یې د وزارت په اړوند لېسو کې د زده کړې زمینه برابره کړې او د هېواد د بچیانو په روزلو کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې ترسره کړي.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي په خپلو خبرو کې د مشرانو جرګې د غړي ستونزې پرځای وبللې او د نوموړي له ملي احساس څخه یې مننه وکړه وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو درنو قومونو ګډ کور دی د وزارت مشرتابه هڅه کوي، چې د تل په څېر د ناامنو سیمو ځوانانو ته د وزارت په اړوند لېسو کې د زده کړې زمینه برابرکړي، تر څو ټولنې ته بامسؤلیته ځوانان وروپېژني.