د وزارت اړوندو لېسو کې د اصلاحاتو لړۍ د تطبيقولو په موخه سپارښتنې وشوې.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن سې شنبې 1398 لمریز کال د چنګاښ میاشتې په يوولسمه نېټه په داسې حال کې، چې د ښوونې او روزنې ريس ښاغلى شهاب هم حاضر و، د خوشال بابا او رحمان بابا لېسو امرينو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل او په يادو لېسو کې د اصلاحاتو او نظم راوستو سپارښتنه وکړه.

په دې کتنه کې، د لېسو امرينو په يادو لېسو کې د مثبتو بدلونونو او ژورو اصلاحاتو په راوستو کې د وزارت د مشرتابه څخه د مننې په ترڅ د اړوندو لېسو ستونزې د حل په موخه له مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي سره شریکې کړې، ترڅو د لېسو چاپېريال لا هم غوره شي.

ورپسې ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د دوې ستونزې پرځاې وبللې وې ویل: وزارت هڅه کوي، تر څو د لېسو اداري او تدريسي ستونزې هوارې او د اصلاحاتو او نظم لړۍ بشپړه شي.