له قومي مشر سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارووزارت مسلکي معین او سرپرست ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي نن له غرمې مخکې د هرات له قومي مشر ښاغلي عبدالطیف خان او د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ دمشرانو سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړو لورو، د سولې او ملي یووالي په ټينګښت او د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د خلکو پراخ ګډون هڅولو ته د قومي مشرانو د رول، او یو لړ نورو مهمو موضوعګانو په باب بحث او د نظر وړ خبرې وکړې.