ننی وحشيانه برید په سختو ټکو غندو!

د کابل ښار حضوري چمن ته څېرمه ننی کرغېړن برید، چې له امله یې لسګونه ملکي هېوادوال د هېواد د ګلالیو ماشومانو په شمول شهیدان او ټپیان شول په سختو ټکو غندو، دا یو انساني او اسلامي ضد عمل بولو, شهیدانو ته دې الله (ج) مغفرت او بخښنه وکړي، ټپیان دې روغ رمټ او کورنیو ته دې د زړه صبر ورکړي.

دا زموږ د ټولو شریک غمونه دي او له دې غم څخه د خلاصون یوازنۍ لار ملي یووالی دی، راځئ ټول په ګډه د هر هغه چا پر وړاندې، چې زموږ هېواد ورانوي او زموږ بې ګناه هېوادوال وژني یو موټی شو. او د یو بل ترڅنګ ودریږو تر څو په هېواد کې د جګړې ټغر ټول او تلپاتې سوله ټينګه شي.

درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر