د اداري مجلس جوړېدل!

 

د سرحدونو او قبایلو چاروپه وزارت کې اداري مجلس د وزارت دمسلکی معین او سرپرست ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي په مشرۍ نن دوشنبه د ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ پر۱۰ نېټه جوړ او د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو په تلاوت پیل شو.
مجلس په کابل کې وروستۍ ترهګریز برید، چې له امله یې مالي او ځاني زیانونه رامنځته شول وغندلو د لوی خدای(ج) له دربار څخه یې شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د سملاسي روغتیا او کورنیو ته یې د جمیل صبر دعا او غوښتنه وکړه. همداراز په غونډه کې د اطلاعاتو او عامه اړیکو ریاست د خبریال زبید انځري د پلار روح ته دعا وشوه او ورته تسلیت وړاندې شو.

ورپسې ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي مجلس ته په خپلو خبرو کې پاکستان ته د جلالتماب ولسمشر سفر، چې په سوداګرۍ، سیمه ییز اتصال، سولې، دولسونو د امنیت او اقتصادي ودی او همدا راز اروپا ته د اجراییه رئیس ښاغلي عبدالله عبدالله سفرونه بریالي وګڼل.

تر څنګ یې ټینګار په دې وو، چې د ولسمشر له فرمان سره سم هېڅوک حق نه لري په ټاکنو کې لاسوهنه ورکړي. همدا راز په هېواد کې د خپلواکۍ د ګټلو د سلمې کلېزې د لمانځلو دولتي کميسیون غونډو ته د وزارت د استازو نه بلل، چې اړوند چارواکي باید دې موضوع ته پاملرنه وکړي، په کابل کې د سرطان ناروغۍ په اړه په هغه سمپوزیم کې طرحه شوي نظریات، چې د هېواد د لومړۍ مېرمنې آغلې رولا غني په نوښت جوړ شوې خبره هم له مجلس سره شریکه کړل وې ویل: دا چې سږ کال د سرطان په ناروغۍ اخته ۴۰۰۰۰ زره هېواد وال راجستر شوي دي، چې ناروغان یې بهر ته د درملنې لپاره ځي پداسی حال کی چی هېواد له اقتصادي ستونزو سره مخ دی له همدې امله محترم ولسمشر د عامې روغتیا له وزارت ته هدایت ورکړ، چې د یو روغتیایي کمپلکس روغتون پروپوزل وړاندې کړي، چې د دغې ناروغۍ درملنې لپاره هېواد دننه زمینه برابره شي.

وروسته د دفتر مقام رئیس ښاغلي ناصري اړندو ادارو ته د رسمي مکاتیبو د ژر استولو، د وزارت اړوند شعباتو د کړنو د څرنګوالي په اړه د بررسۍ د عالي ادارې د تفتیش د پلاوي دراپور مهم ټکي، د پیرمحمد کاکړ لیسې انګړ د احاطې براورد او خوست ولایت د قبایلو لیسې د اداري ودانۍ د ودانیزو چارو د څرنګوالي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس محترم نیاز محمد امیري د دغه ریاست کاري پلان د تطبیق لپاره د ستونزود حل او د ډنډ پټان په ولسوالۍ کې د قومي لانجې، د ولایتونو سره د اړېکو ریاست سرپرست ښاغلي حمیدالله خیبرپه ولایتونو کې د دوېمو واحدونو دامنیت لپاره د امنیتي پرسونل او د معلوماتو دراټولو لپاره دامکاناتو د نه شتون په اړه خبرې وکړې او په دې اړه يې له مجلس سره معلومات شریک کړل.

په غونډه کې دغه راز د جرګواو قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمد زي او مالي او اداري معین محترم شجاع الملک جلاله هم د ریسانو ترمنځ په همغږۍ او دوامدارو غونډه ټينګار وکړ.

مجلس په همدغو او ځېنو نورو مهمو مسایلو بحث او خبرې وکړې او لاندې تصمیمونه یې ونېول.
۱ د چارو د ښه پرمختګ لپاره باید اړوند ریسان هر سهار او د مالي او اداري معین په مشرۍ په اوونۍ کې دوه غونډې وکړي
۲ د داخلي تفتیش رییس باید له هر ریاست څخه غوښتنه وکړي چې خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي
۳- په ولایتونو کې د سرحدونو او قبایلو چارو ریاستونو د ساتونکو د ګومارلو په خاطرډباید د بشري زېرمو، له ولایتونو سره د اړیکو، مالي او حسابي او د تدارکاتو ریسان غونډه او خپله طرحه د وزارت له مشرتابه سره شریکه کړي.
۴ـ اړوند مقاماتو ته باید وړاندیز وشي، چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په مشرۍ یو پلاوی ډنډ پټان ولسوالۍ ته د قومي لانجې د هوارولو په موخه ولېږل شي.
۵ـ اړوندو بنسټونو او مقاماتو ته باید د مکتوب په ځوابولو کې له خڼډ څخه ډډه وشي.
غونډه د ښاغلي نیازمحمد امیري له خوا په هېواد کې د سولې او امن دټينګښت په دعا سره پاې ته ورسېده.