له جهادي شخصیت او د کوچیانو چارو سمون ریاست له مرستیال سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال له هېواد له قومي او جهادي شخصیت ښاغلی ملا عبدالسلام راکټي او د کوچیانو چارو سمون لوی ریاست له مرستیال سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې دواړوه لورو، په هېواد کې د روانو حالاتو، سولې او ملي یووالي د ټينګښت ، د دواړو ادارو ترمنځ د همکارۍ د پراختیا او یو لړ نور علاقي وړ موضوعاتو په اړه بحث او د نظر وړ خبرې وکړي.