د ازادې سیالۍ له لارې ازموینه واخیستل شوه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د معلوماتو د انسجام پروژې دوه بستونو ته، چې د مالي متخصص او د سرحدي افسر تر عنوان لاندې دي نن دوشنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲۰ مه نېټه د ۲۰ تنو نوماندانو پر ګډون ازموینه واخیستل شوه.
دیادې آزموینې له بهیر څخه د وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي، مالي او اداري معین ښاغلي شجاع الملک جلاله د یادې پروژې چارواکو منصور حیدري، میلاد نورزي او د بشري زیرمو ریاست د ګمارنې آمر ښاغلي اسرارالله نوابي څارنه کوله.
ښاغلي بارکزي د خپلو خبرو په ترڅ کې د آزموینې بهیر پر روڼټیا باندې د ټینګار په ترڅ کې وویل: چې هڅه مو داده چې په وزارت کې تل د ازموینې بهیر شفاف او وړتیا لرونکې نوماندان وکولای شي، د خپلې خوښې بستونو ته لار ومومي او خپلو خلکو ته د خدمت جوګه شي.