په کندهار کې له بېلا بېلو قومي مشرانو، مخورو، سياسيونو، امنيتي منسوبينو، ځوانانو او ماشومانو سره د اختر مبارکۍ مراسم تر سره شول.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزير ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي د کوچنی اختر په لومړى او دویمه ورځ د کندهار ولایت دولسوالیو او ښار له بېلابېلو قومې مشرانو، مخورو ، سياسيونو، امنيتي منسوبينو، ځوانانو او ماشومانو سره خپل مېلمستون او د ښار په نورو سيمو کې وکتل او له دوى سره يې د اختر مبارکي وکړه.

په دغو مراسمو مشرانو او ځوانانو ښاغلي وزير صاحب ته د اختر مبارکى تر څنګ د سولې او ملي يووالي په ټينګښت کې د وزارت د مشرتابه هلې ځلې وستايلې.

ورپسې ښاغلي محمد شفيق ګل آغا شېرزي د اختر مبارکى په ترڅ کې پخپلو خبرو کې د یادو قومې مشرانو او ځوانانو له ملي احساس څخه مننه وکړه او له اړو کسانو او ماشومانو سره يې يوه اندازه نقدي مرسته وکړه.