د وزارت اړوندو لېسو او انسټيټيوټ کې د مثبتو بدلونونو په راوستو کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت کړنې وستايل شوې!

نن ماښام عالیقدر ولسمشر د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت اړوند رحمان بابا، خوشال بابا، پیر محمد کاکړ لېسو او بایزید روښان انسټيټيوټ دوه نیم سوه زده کوونکي، چې د لومړي ځل لپاره په يونيفورم ملبس و، د ولسمشرۍ ماڼۍ ته دعوت او د تېرو کلونو په څېر يې ورته د ماښام ډوډۍ ترتیب کړی وه.

په دی غونډه کې د وزارت مسلکی معین ښاغلي ډاکټر فريدون بارکزي، يو شمېر ريسانو او د يادو لیسو اړوندو چارواکو ګ‌‌‌‌‌ډون درلود.

لومړۍ د زده کوونکو په استازېتوب مدثر خان خبرې وکړې او په يادو ليسو کې يې د تطبيق شويو اصلاحاتو په برخو کې د وزارت د مشرتابه له هر اړخېزې پاملرنې څخه مننه وکړه.

ورپسې د هېواد ولسمشر جلالتمآب محمد اشرف غني د کور ودانۍ په ویلو سره د وزارت د مشرتابه نوی اصلاحات، چی د اوه لسو کلونو وروسته پلی کیږی، یو اصلاحی انقلاب وباله لکه د امنيتي پوستو ايجادول ، د زده کوونکو د جذب د نوی لایحې رامنځته کېدل، چی د لوړو نمرو په اساس وړ زده کوونکي جذبیږی، د سرسبزی پروژی تطبیق، د یونیفورم او هويت کارتونو ویشل، چې په دې سره ليسو ته د نامسوولو کسانو مخه نيول شوى،له تدريس مخکې د ملی سرود خپرول، د حب الو طن درسونو پيل کيدل او نور لازم اصلاحات وستایل او تقدیر یی کړل.

جلالتمآب ولسمشر همدارنګه د لوړو زده کړو وزیر او د وزارت مسلکی معین ته د ستونزو د حل په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د وزارت مسلکی معین د محترم ولسمشر او وزیر صاحب له لارښوونو څخه د مننې په ترڅ کې په يادو لېسو کې د لازیاتو اصلاحاتو د پلي کولو ژمنه وکړه.

د يادونې وړ ده، چې په دې غونډه کې د هېواد لومړى مېرمن اغلې رولا غني او يو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو هم برخه اخيستې وه