پر وخت د بودجې په لګولو او په دې برخه کې په ګډ کار او همغږۍ ټینګار!

د سرحدونو او قبایلو چاروپه وزارت کې اداري مجلس ددغه وزارت د جرګو او قبایلي چارو مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي په مشرۍ نن یکشنبه د۱۳۹۸لمریز کال د غبرګولي پر۱۲ نېټه جوړ شو.

د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته ښاغلي احمدزي مجلس ته پخپلو خبرو کې پروخت د بودجې په لګولو او په دې برخه کې داړوند ادارو تر منځ په ګډ کار او همغږۍ ټینګار وکړ.وې ویل:اړینه ده چې د چارو د ښه والي په موخه د همغږۍ غونډې جوړې او له پرمختګ څخه یې نظارت وکړئ.
ورپسې د سرحدي څېړنو معین ښاغلي قاضیزاده د وزیرانو شورا د تېرې غونډې د موضوعاتو په اړه معلومات وړاندې کړل د وزارت پورې د اړوند موضوعاتو په اړه یې ریاستونو ته پخپله برخه کې د فعالیتونو د ترسره کولو سپارښتنه وکړه.

ورپسې د پلان او پالیسۍ رئیس د پیر محمد کاکړ عالي لیسې د ګردچاپیره دیوال د براورد په اړه، چې مجلس په تېره غونډه کې دنده ورسپارلې وه، د بشري زیرمو رئیس د د کارکوونکو د بایو میټریک، چې ټول دولتي مامورین بایو مېټریک کیږي، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس په مرکز او ولایتونو کې د طرح شوي پلان د تطبیق او شته ستونزو په اړه خبرې وکړې.

همدا راز د وزارت مسلکي مرستیال ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي، اداري غونډه وارزوله او له پلان سره سم یې پروخت د بودجې په لګولو،ګډ کار او همغږۍ ټینګار وکړ.

په یادو او یو لړ نورو مهمو مسایلو تر بحث وروسته مجلس لازمې پرېکړې وکړې او تصمیمونه یې ونیول.