د نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت د سرحدونو اوقبایلوچارو وزارت د مبارکۍ پیغام

د سرحدونو اوقبایلو چارو وزارت مشرتابه پلاوی اومنسوبین د نیکمرغه کوچني اختر د رارسیدو له امله خپلې ښې مبارکۍ اوهیلې د افغانستان داسلامي جمهوریت جلالتماب جمهور رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني، د جمهوري ریاست محترمو مرستیالانو، اجراییه ریس ډاکټر عبدالله عبدالله او مرستیالانو،  د سترې محکمې رئیس او غړو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو رئیسانو اوغړو، د کابینې محترمو غړو ، لوی څارنوال،  قومي مشرانو، مخورو د هېواد زړه ورو امنیتي منسوبینو اوسرتېرو، خوېندو او  وروڼو او د افغانستان ټول مسلمان او دینداره ملت ته وړاندې کوي او د لوی خدای (ج) له دربارڅخه زموږ په ګران هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت په رڼا کې د افغانستان دخلکو د بریالیتوب او سوکالۍ هیله کوي.
درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر

 

 

درنښت
محمد شفیق ګل آغا شېرزی
د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر