د پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي مطیع الله صافي د معرفي په مراسمو کې ګډون!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزی، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلی محمد یعقوب احمدزی، د سرحدي څېړنو معین ښاغلی ډاکټر محمد اصف قاضیزاده او د وزارت یو شمېر رئیسانو نن د پېښو په وړاندې د مبارزې په چارو کې د دولت وزارت د مالي او اداري معین ښاغلي مطیع الله صافي د معرفي په مراسمو کې برخه واخیسته او هغه ته یې مبارکي وویله.
د یادونې وړ ده چې ښاغلي صافی تر دې وړاندې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت کې له ولایتونو سره د اړیکو او همغږۍ د رئیس په توګه خپلې دندې په ښه توګه ترسره کړي.