د خواشينى او ډاډګېرنې پيغام!

په ژورې خواشينى سره خبر شوم، چې قومي مشر او د هېواد د بلوڅانو د سراسرى شورا پخوانى مشر جنرال ذوالفقار بلوڅ تېره شپه د هغې ناروغۍ له امله، چې ورپېښه شوې وه په حق رسيدلې دى.
انا لله و انا اليه راجعون
ارواښاد په هېواد او ولس مين قومي شخصيت و، چې د خپلې خاورې او ولس د دفاع په لاره کې يي له هېڅ ډول قربانيو او سرښندونو څخه ډډه نه کوله.

نوموړى د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت نږدې همکار او د وزارت په ولسي جرګو او غونډو کې يې فعاله ونډه درلوده.

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام، مشرتابه او ټول کارکوونکي په داسې حال کې د ارواښاد نشتوالي لويه قومي ضايعه بولي، ورته دلوى الله ج له سپېڅلي دربار څخه فردوس جنت، کورنۍ او د هېواد ټولو بلوڅو وروڼو ته د صبر او زغم هيله کوي.
ارواح دې ښاده او ياد دې تلپاتى وي!

درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير