په نیمروز ولايت کې د لنډ مهاله سرويرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه واخيسته!

د 1398 لمريز کال د جوزا د مياشتې په 8 نيټې د سرحدونو او قبايلو د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سیستم(BTMIS) پروژې د نیمروز ولايت د‌ سرحدونو قبايلو چارو رياست په مرسته او همکارۍ د نیمروز ولايت د لنډمهاله سرویرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه واخیسته، په پيل کې د نیمروز ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست رئيس حاجي انور خان مرادي له ګډونوال سره د ازموینې د شفافیت او ددې پروژې او څېړنې د اهميت په اړه لنډې خبرې وکړي.
ورپسې د سرحدونو او قبايلو د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم(BTMIS) پروژې د مالوماتو را ټولولو چارو د څانګې مسؤل سیدمحمد سادات په ازموينې کې ټولو برخه اخيستونکو ته ښه راغلاست ويلو ترڅنګ د ازموينې د څرنګوالي په اړه يې له ګډونوالو سره مالومات شريک کړل.
یاده دې وي، چې تحريري ازموينې لپاره د نیمروز ولايت د 7,لنډ مهاله سرويرانو د استخدام لپاره 43 کسانو د ازموينې غوښتن پاڼې ډکې کړې وې، چې 39 تنو د تحريري ازموينې لپاره شارټ ليست شوي وو، چې 33 تنه تحريري ازموينې ته حاضر شول او په پوره شفافيت سره د ازموينې د کميټې او له کابل څخه راغلي پلاوې په موجوديت کې له ټولو ګډون کوونکو څخه تحريري ازموينه واخيستل شوه.