د روژي مبارکې میاشتې په ویاړ د عظیم الشان قران ختم!

د عظیم الشان قران ختم نن پنجشنبې د۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي د میاشتې په ۹ نېټه، چې رمضان المبارک له ۲۵ مې سره برابره ده، د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جندر آمریت له خوا د وزارت مشرتابه پلاوي او کارکوونکو په ګډون ترسره شو.

د ختم ګډونوالو د لوی خدای (ج) له سپېڅلي درباره څخه د مسلمانانو تر منځ د یووالي، مینې، اسلامي ورورګلوۍ او په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت دعاګانې وکړې.

همدا راز د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د جندر اړوندو کار کوونکو څخه مننه وکړه، چې د روژې مبارکې میاشتې په برکت یې د قران مجید ختم ترسره کړ.

ښاغلي احمدزی د خپلو خبرو په دوام د روژې د مبارکې میاشتې ښېګڼې او فضلیت بیان کړ وې ویل: روژه له اور څخه د ژغورنې میاشت دی او په دې مبارکه میاشت کې باید موږ کرکې او کینې له زړونو وباسو هر ګام د سولې، پخلاینې او ورورګلوۍ خواته کېږدو، د مظلومانو لاسنیوی وکړو زغم او صبر خپله کړن لاره وګرځوو، ځکه چې په دې سره د الله(ج) رضآ ترلاسه کولای شو.