جوز جان ولایت کې د لنډ مهاله سرویرانو ګومارنه!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت په چوکاټ کې د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم (BTMIS) پروژې په جوزجان ولايت کې د لنډ مهاله سرويرانو د ګمارلو لپاره تحريري او تقریري ازموينې په بریالیتوب سره تر سره کړي.

د مالوماتو د انسجام پروژې له خوا د جوزجان ولايت د‌ سرحدونو او قبايلو چارو رياست په مرسته او همکارۍ په یاد ولايت کې د لنډ مهاله سرویرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه واخیستل شوه.

د جوزا په ۶ مه نېټه شارټ لیست شویو نوماندانو څخه د ټاکل شوي کمیټې لخوا تقریري ازموینه واخستل شوه او د جوزجان مرکز په شمول 11 ولسوالیو لپاره وړ کسان و وګمارل شول.

د ازموينې له بهير مخکې د جوزجان ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست رئيس میرویس خان ابدالي ګډونوال ته د ازموینې د شفافیت او د دې پروژې او څېړنې د اهميت په اړه لنډې خبرې وکړي.
ورپسې د سرحدونو او قبايلو د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم (BTMIS) پروژې د مالومانو را ټولولو چارو د ولایتي مسؤل خیبر امیري په ازموينه کې ټولو برخوالو ته ښه راغلاست ووايه او د ازموينې د څرنګوالي په اړه يې له ګډونوالو سره مالومات شريک کړل او د پروسي د شفافیت یې پوره ډاډ ورکړ.

یادونې وړ ده، چې تحريري ازموينې لپاره د جوزجان ولايت د مرکز په ګډون د 11 ولسوالیو، لنډ مهاله سرويرانو د استخدام لپاره 250 کسانو د ازموينې غوښتن پاڼې ډکې کړې وې، چې 48 کسان شارټ لیست او د انټرویو لپاره 32 کسانه غوره شوي وه، چې له هغې ډلې د پلان مطابق 12 کسان بریالي اعلان شول پاتې دي نه وي له مرکزه د سرحدونو او قبایلو مالوماتو راټوله ولو او انسجام سیستم یا (BTMIS) پروژې لخوا عبدالوهاب سیال او خیبر امیری ټاکل شوي وو، چې یاده پروسه یې د اړونده ریاست په ملتیا په بریالیتوب سره پای ته ورسوله.