د پښتو د نړیوالې ورځې په مناسبت د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت پیغام

ژبه د پوهولو او پوهېدلو د وسېلې په توګه د نړۍ د ټولو انسانانو ترمنځ د اړیکو د ټینګولو، د ژوندانه د اړتیاوو، غوښتنو ، فکر، نظراو تجربو د راکړې ورکړې لپاره لار هواره کړې او همدارنګه یې په هېواد کې د ننه د خپلو غښتلو معنوي ارزښتونو په درلودلو سره موږ ته ګډه فرهنګي شتمني، چې زموږ ترمنځ یې د یووالي مزي د ګډ ژوند کولو لپاره ټينګ کړي، رامنځته کړې ده.
پکار ده، چې د پښتو ژبې د پیاوړتیا لپاره هڅې وشي او له نورو ژبو ویوونکو د ژوندانه د څرنګوالي او کلتور سر ه یې د بلدیت په موخه ژباړي ته ډېره پاملرنه وشي، چې په دې سره به دا اړیکې لا پراختیا ومومي.
د سرحدونو او قبایلو وزارت مقام اوکارکوونکي د پښتو ژبې د نړیوالې ورځې په مناسبت په لوی اوتاریخي افغانستان او په ټوله نړۍ کې میشتو هېواد والو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ د هېواد نورو ژبو تر څنګ پښتو ژبې ته د یو ستر ارزښت په سترګه ګوري او دې ته ژمن دی، چې د خپلو خپرونو له لارې د پښتو ژبې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي او ترمختلفو سرلېکونولاندې د معنوي شتمنۍ د پياوړتیا په موخه کتابونه او مجلې او جرېدې چاپ او د لوستونکو تر لاسونو یې ورسوي.

درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبایلوچارو وزير