په ګډ کار او بشپړې همغږۍ ټینګار!

په هغې غونډه کې، چې نن سې شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۷ مه نېټه په مسلکي معینیت کې جوړه شوې وه، معینانو، رئیسانو او کارکوونګو ګډون کړی و.
د یادې غونډه په پیل کې مسلکي معین ښاغلي ډاکټر فریدون بارکزي د نورو په استازيتوب د مبارکۍ په ویلو سره اړوند رئيسان، نوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله ته له نږدي ور وپېژندل او د چارو پرمخ بیولو کې یې په بشپړې همغږۍ ټینګار وکړ.
ورپسې د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ معین ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د نوي مالي او اداري معین تېرو کړنو او فعالیتونو ته اشاره وکړه وې ویل: چې ښاغلی معین صاحب هم قومي شخصیت دی او ترڅنګ یې په دولتي ادارو کې د بېلابېلو دندو له ترسره کولو څخه پخه تجربه لري، ان شاالله د کار له پیل سره به یې په چارو کې مثبت خوځښت رامنځته شي.
ورپسې نوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي جلاله د وزارت معینانو او رئيسانو ته په خپلو خبرو کې وویل: لکه څرنګه چې د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو ګډ کور دی، نو باید خپلې چارې د ورورولۍ په فضآ کې مخته یوسو او شفافیت ته پاملرنه وکړو.
ده همدا راز له اړوندو رئیسانو وغوښتل، چې چارو په ترسره کولو کې له یوبل سره سلا مشورې وکړو، تر څو ستونزو ته په ګډه د حل لارې چارې پیدا کړو همدا راز یې ټینګار وکړ، چې هڅه به مو دا وي، چې په راتلونکي مالي کال کې له اړتیا سره سمه بودجه ولرو، ترڅو په اداري او نورو برخو کې پرځای ولګول شي او مثبتې پایلې ولري.
وروسته د مقام دفتر ریس ښاغلي نور آقا ناصري، د پوهنی رئیس ښاغلی شهاب، دجرگو ریس نیاز محمد امیري او مالی رئیس د نورو په استازیتوب ډاډ ورکړ، چې د تل په څېر به شفافیت په نظر کې ونیسو او د چارو په پرمخ بېولو کې به ستاسو درنو مشرانو له لارښوونو سره سم خپلې چارې مخته یوسو.