د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم (BTMIS) پروژې په هرات ولايت کې د لنډ مهاله سرويرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه واخيسته!

د 1398 لمريز کال د جوزا د مياشتې په 6 نيټې د سرحدونو او قبايلو د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سیستم(BTMIS) پروژې د هرات ولايت د‌ سرحدونو قبايلو چارو رياست په مرسته او همکارۍ د هرات ولايت د لنډمهاله سرویرانو د ګمارلو لپاره تحريري ازموينه واخیسته.
له تحريري ازموینې مخکې پروګرام د قرآن کريم په مبارکو ایتونو پيل شو، ورپسې د هرات ولايت د سرحدونو او قبایلو چارو رياست رئيس انوار الحق ژمن له ګډونوال سره د ازموینې د شفافیت او ددې پروژې او څېړنې د اهميت په اړه لنډې خبرې وکړي.

ورپسې د سرحدونو او قبايلو د مالوماتو او اطلاعاتو د مدیریت سيستم(BTMIS) پروژې د مالومانو را ټولولو چارو د څانګی مسؤل شريف ملګري په ازموينې کې ټولو برخه اخيستونکو ته ښه راغلاست ووايه او د ازموينې د څرنګوالي په اړه يې له ګډونوالو سره مالومات شريک کړل.

یاده دې وي، چې تحريري ازموينې لپاره د هرات ولايت د نولس 19,لنډ مهاله سرويرانو د استخدام لپاره 400 کسانو د ازموينې غوښتن پاڼې ډکې کړې وې، چې 180 نفره د تحريري ازموينې لپاره شارټ ليست شوي وه، چې 160 نفره تحريري ازموينې ته حاضر شول او په پوره شفافيت سره د ازموينې د کميټې او له کابل څخه راغلي پلاوې په موجوديت کې له ټولو ګډون کوونکو څخه تحريري ازموينه واخيستل شوه.