په اداره کې ادلون او بدلون یو اصل دی

دغه خبره د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۶ مه نېټه د وزارت د نوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله خان د معرفی کولو په مراسمو کې وکړه.

په دې غونډه کې، چې د وزارت معینانو، د ملي شورا د دواړو مجلسونو استازو، قومي مشرانو، د وزارت سلاکارانو، رئيسانو، کارکوونکو او مېلمنو ګډون کړې و، د کلام الله مجید د څو مبارکو ایتونو ترتلاوت وروسته د بشري زېرمو رئيس ښاغلي محمد یاسین پکتین د نوي معین د ټاکل کیدو په اړه د جلالتمآب ولسمشر حکم ولوست.

ورپسې د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي نوي مالي او اداري مرستیال د ټاکل کیدو له امله مبارکي وویل او په دولتي ادارو کې يې تغیر او تبدیل یو اصل وباله وې ویل: ښاغلي جلاله یو تکړه مجاهد او د هېواد ريښتنې خدمتګارشخصیت دی، باور مې دا دې، چې خپلې ورسپارل شوې چارې او مسؤلیتونه به په ښه شان ترسره کړي.
ورپسې نوي مالي او اداري مرستیال ښاغلي شجاع الملک جلاله د جلالتمآب ولسمشر او د سرحدونو او قبایلو چارو وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل آغا شېرزي له باور او اعتماد څخه، چې په نوموړي یې کړې مننه وکړه وې ویل: انشاالله د محترم وزیر صاحب تر مشرۍ لاندې او د وزارت له ټولو منسوبینو سره په همغږۍ او سلا مشورو به خپلې چارې په پوره ایماندارۍ او ریښتینې ډول مخه ته یوسم او د و زارت مالي او اداري برخو ته به ځانګړې پاملرنه وکړم.

ده همدا راز ټینګار وکړ، چې یوازینې هیله مې د فساد پر وړاندې مبارزه ده او د فساد په مخنیوي کې به خپلې هلې ځلې ونه سپموو.

د غونډې په پای کې د وزارت په استازېتوب د جرګو ریس ښاغلي جلاله ته د عزت بګړې ورپه سره کړه .