د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت اعلامیه!


په شمالي وزیرستان کې پر سوله اېز کاروان او ملکي وګړو برید په کلکه غندو!

په ټولنيزو رسنیو کې د خپور شوي خبر له مخې نن په شمالي وزیرستان کې پر سوله ايز کاروان باندې پوځي برید شوی، چې له امله یې د محسن داوړ په ګډون ۴۰ تنه ژوبل شوي، او د علي وزير په ګډون ددغه سوله ايز کاروان څو تنه مخکښ غړي نیول شوي دي.

دا، چې دغه مدني حرکتونه سوله ایز او په عدم تشدد ولاړ حرکتونه دي، دوی د سوله ییزو لارو د خپلو حقه حقوقو غوښتونکي دي، نو په داسې کاروانونو برید اصلآ د انساني غوښتنو سره دښمني ده، د دې پرځای، چې د هغو غوښتنو ته غوږ ونیول شي برید پرې کیږي، چې دا عمل نه یوازې موږ بلکې هر انساني ضمیر ته د منلو وړنه دى.

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په داسې حال کې، چې دغه برید په کلکه غندي له نړیوالو څخه غوښتنه کوي، چې له دغه شان بریدونو دعاملینو په مقابل کی سره یو سی ، تر څو په سیمه کې د سوله ییزو لاریونوالو امنیت خوندي او د قبایلو روا او برحقو غوښتنو ته مثبت ځواب وویل سی .
وزارت ددغه زړه بوږنوونکی پېښې ټپيانو ته سملاسي او بشپړه روغتيا غواړي

درنښت
د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت