د مخه ښې مراسم!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال ښاغلي محمد احسان احسان نن شنبې د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۴ مه نېټه د وزارت له معینانو، رئيسانو او کارکوونکو سره مخه ښه وکړه او د دوې له همکاریو څخه، چې د چارو په برخه کې یې درلوده خوښي څرګنده کړه.
په دې مراسمو کې دغه راز د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ معین ښاغلي احمدزي د نورو په استازېتوب ښاغلی محمد احسان احسان ښه همکار او حلیم شخصیت یاد کړ او د نوموړي له چارو یې خوښي څرګنده کړه وې ویل: په دولتي ادارو کې ادلون بدلون یو اصل دی ترهغه وخته پورې چې په اداره کې یو باید خپلو هېوادوالو ته ګټور خدمتونه وړاندې کوږ. او کله چې له ادارې بهر ځو نو هم باید خپلې اړیکي وپالو او خپله انرژي په نورو برخو کې ملي ګټو ته په پام سره پرځای ولګوو.