د پاکستان په وړاندې تاريخي بريا مبارک!

د ډېر وياړ اوخوشالى ځاى دى، چې د نړيوال جام په تمريناتي سياليو کې د هېواد د کرکټ وېاړلې ملي لوبډلې د پاکستان ملي ټيم ته ستره ماتې ورکړه او يو ځل بيايې په نړى کې د افغانستان د بريا بيرغ ورپاړه .

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام او ټول کارکوونکي ددغې سترې بريا له امله د هېواد په دننه او بهر کې ټولو مېشتو درنو هېوادوالو ته د زړه له کومي مبارکي وايي او هيله څرګندوي چې زموږ د کرکټ اتلان د نړيوال جام نورو لوبو کې هم ښه وځليږي.

ژوندي او سرلوړي دې وي زموږ د کرکټ اتلان!

درنښت
محمد شفيق ګل آغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير