د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت د خواشينى، ډاډګېرنې او غندنې پيغام!

په ژورې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، چې د هېواد، دين او بشريت دښمنانو نن ماسپښين د کابل نهمې حوزې اړوند التقواى په جومات کې چاودنه کړې، چې له امله يې د هېواد جيد عالم، د سولې ارمانجن او نامتو روحاني شخصيت مولوي صاحب ريحان او يو شمېر نور روژه په خوله لمونځ کوونکي هېواد وال شهيدان او ټپيان شوي دي.

مولوي ریحان یو تکړه او په هېواد مين ديني عالم و، چې تل يې د خپلو خلکو او موجوده نظام ملاتړ کاوه او اوسنۍ ناروا جګړه يې پردۍ ګڼله او د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو مېړانه او سرښندنه يې ستايله .

د سرحدونو او قبايلو چارو وزارت مقام، مشرتابه او ټول کارکوونکي په داسې حال کې چې دغه وحشيانه او کرغېړن بريد په کلکه غندي، ارواښاد ته دلوى الله ج له سپېڅلي دربار څخه فردوس جنت، ټپيانو ته بشپړه روغتيا او د شهيدانو وارثانو ته د صبر او زغم هيله کوي.

ارواح دې ښاده او ياد دې تلپاتى وي

درنښت
محمد شفيق ګل اغا شېرزى
د سرحدونو او قبايلو چارو وزير