له پامیري ځوانانو سره کتنه!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د ۱۳۹۸ لمریز کال د غبرګولي میاشتې په ۲ مه نېټه د بدخشان ولایت د پامیر د سیمې له ځوانانو او د افغانستان د قرغز قوم د سرتاسري شورا له مشر ښاغلي حاجي محمود پامیري سره د خپل کار په دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د اطلاعاتواوعامه اړیکو رئيس ښاغلی عبدالوحید خاورې هم حاضر و، راغلو ځوانانو یو لړ سمیه ییزې ستونزې د حل په موخه د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ له مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي سره شریکې کړې وې ویل: په سیمه کې د کلینیک او ښوونځیو نه شتون له ستونزو سره مخه کړي یو، چې په دې برخه کې باید وزارت له موږ سره همکاري وکړي او زموږ غوښتنې د ملي یووالي حکومت له مشرانو سره شریکې کړي.
نوموړو زیاته کړه د پامیر خلکو او په ځانګړي ډول د قرغز قوم ته هم باید د نورو قومونو په څېر په ملي مسایلو کې ونډه ورکړل شي، ترڅو د نورو هېوادوالو ترڅنګ خپل ګټور نظرونه او وړاندیزونه شریک کړي.
ورپسې د وزارت د جرګو او قبایلو چارو د همغږۍ مرستیال ښاغلي محمد یعقوب احمدزي د یادو ځوانانو ستونزې پرځای وبللې وې ویل: د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت د ټولو مېشتو قومونو ګډ کور دی تاسو هرکله کولای شې، چې خپلې ستونزې د حل په موخه د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې د پامیر سیمې اوسیدونکي د دې هېواد بچیان دې او ستاسې ستونزې د اړوند ادارو سره شریکول زموږ مسؤلیت دی.