د وزارت اداري مجلس جوړ شو!

د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت په اداري مجلس کې، چې ددغه وزارت د وزیر ښاغلي محمد شفیق ګل اغا شېرزي په مشرۍ او د وزارت د مشرتابه پلاوي په ګډون نن یکشنبه د غویي پر۲۲ نېټه جوړ شو، د عظیم الشان قران د څو مبارکو ایتونو تر تلاوت وروسته ښاغلي شېرزي پخپلو خبرو کې پرو خت د بودجې په لګښت او د چارو په چټکتیا ټینګار وکړ د وزارت له مالي او حسابي، ښوونې او روزنې، پلان او پالیسۍ، اداري او خدماتو او تدارکاتو له ریاستونو او د معلوماتو د انسجام پروژې له مشر څخه یې وغوښتل، چې دندوته پر ټاکلي وخت حاضر شي،غونډې دې سره وکړي، په همغږۍ دې له وظیفوي غفلت پرته عادي او پرمختیایي بودجه پر ځای ولګوي.

همدا راز مسلکي معین ښاغلي ډاکتر فریدون بارکزي هم لومړی د سولې د مشورتي جرګې د بریالي تر سره کېدو له امله مبارکي وویله، بیایې د وزارت له اړوندو ریاستونو سره د ورځنیو غونډو د جوړېدو په اړه معلومات وړاندې کړل وروسته په وار سره د تدارکاتو رئیس، د وزارت د تیرې غونډې د دوهمې ګڼې مصوبې ددریمې مادې پر بنسټ د وزارت دامنیتي تحکیماتو، مالي او حسابي ریاست سر پرست د وزارت د عادي او پراختیایي بودجې د لګښت، ستونزو او۱۳۹۹ مالي کال د اړتیاوو، د جرګو او قبایلي چارو د همغږۍ رئیس د کندهار په ولایت کې د کلني پلان د تطبیق په موخه د جوړې شوې جرګې او نورو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او رپوټونه یې وړاندې کړل.

دغه راز په غونډه کې په یو لړ نورو موضوعګانو هم بحث وشو او لازم تصمیمونه ونیول شول.