د کندهار، هلمند، زابل، اروزګان او نورو ولايتونو له استازو، يو شمېر وزيرانو او قومي مشرانو سره کتنه او روژه ماتې!

د سرحدونو او قبايلو چارو وزير محترم محمد شفيق ګل آغا شېرزي نن ماښام د لوې کندهار له درنو وکيلانو او مخورو سره د وزارت په انګړ کې د کتنې او روژه ماتې پر مهال وويل: زه تل ستاسو ستونزې اورم او له تاسو سره په هره برخه کې هر ډول همکارى ته حاضر او چمتو يم او د وزارت د امکاناتو په چوکاټ کې به ستاسو د موکلينو او قومي مشرانو د مشکلاتو په هوارولو کې همکاري کوم .